1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي

عَنْ إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَضْرِبُوا إِمَاءَ اللَّهِ» فَجَاءَ عُمَرُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: ذَئِرْنَ النِّسَاءُ عَلَى أَزْوَاجِهِنَّ، فَرَخَّصَ فِي ضَرْبِهِنَّ، فَأَطَافَ بِآلِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نِسَاءٌ كَثِيرٌ يَشْكُونَ أَزْوَاجَهُنَّ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَقَدْ طَافَ بِآلِ مُحَمَّدٍ نِسَاءٌ كَثِيرٌ يَشْكُونَ أَزْوَاجَهُنَّ، لَيْسَ أُولَئِكَ بِخِيَارِكُمْ».

له إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«د الله وینځې مه وهئ». بیا عمر رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې: ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي، نو هغه د وهلو اجازه ورکړه، خو وروسته ډېری ښځې د رسول الله ﷺ کورنۍ ته راغلې او له خپلو مېړونو یې شکایت وکړ، نو نبي ﷺ وفرمایل: «ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي».

صحيح دی ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی سنن ابو داود - 2146

المعنى الإجمالي

نبي ﷺ د ښځو له وهلو منع وکړه، نو امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي او اخلاق یې خراب شوي دي. نو رسول الله ﷺ د لامل د شتون پر مهال د ښځو لږ وهلو ته اجازه ورکړه، د بېلګې په توګه که چېرته د مېړه د حق له ادا کولو څخه سر غړاوی وکړي، او یا دې ته ورته حالتونه. بیا ډېرې ښځې د نبي ﷺ د مېرمنو خواته راغلې او شکایت یې وکړ چې مېړونه یې سختې وهي او له دې اجازې ناوړه ګټه اخلي، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه سړي چې خپلې ښځې سختې وهي، ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي.

من فوائد الحديث

  1. د ښځو سره د ښه چلند د فضیلت بیان، او دا چې پر هغوی صبر کول او له تېروتنو یې تېرېدل یې تر وهلو څخه غوره دي.
  2. الله تعالی وهل د سرغړونې د درملنې لپاره وروستی پړاو ټاکلی، او فرمایلي یې دي: (‌وَاللَّاتِي ‌تَخَافُونَ ‌نُشُوزَهُنَّ ‌فَعِظُوهُنَّ ‌وَاهْجُرُوهُنَّ ‌فِي ‌الْمَضَاجِعِ ‌وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا) [النساء: 34]، (او تاسي چې دکومو ښځو له سرغړونې څخه اندېښمن یاست، هغوی لومړی پوه کړئ بیا دخوب ځایونه ورڅخه جلا کړئ او بیا یې ووهئ نو که هغوی ستاسي فرمان برداري شي نو هغو ته دلاس غځونې لپاره بې ځایه پلمې مه جوړوئ باور ولرئ چې له پاسه الله شته چې لوړ او لوی دی). دا درې مرحلې د ترتیب لپاره دي، نه دا چې ټولې یوځای وکارول شي؛ لومړی نصیحت، که ګټه یې وکړه ښه ده، که نه بیا خوب ځای جلا کول، او که بیا یې هم ګټه ونه کړه، نو سپک تأدیبي وهل، نه د غچ اخیستلو لپاره.
  3. سړی په خپل کور کې سرپرست دی، نو باید خپله کورنۍ د حکمت او ښه نصیحت سره وروزي او سمبال یې کړي.
  4. عالم ته د هغه د فتوا په اړه مراجعه کول جائز دي، تر څو یې پایلې او عواقب معلوم شي.
  5. که چېرته هغه څوک زیانمن شي چې شکایت پرې شوی، نو امیر او یا عالم ته یې په اړه شکایت کول جائز دي.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية