1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. قرآن کریم او علوم یې

حديث قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي

عن أبي أمامة الباهلي رضي الله عنه قال: سمعتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«اقرؤوا القرآنَ فإنَّه يأتي يوم القيامة شَفِيعًا لأصحابه، اقرؤوا الزَّهرَاوَين البقرةَ وسورةَ آل عِمران، فإنهما تأتِيان يوم القيامة كأنهما غَمَامَتان، أو كأنهما غَيَايَتانِ، أو كأنهما فِرْقانِ من طَيْر صَوافٍّ، تُحاجَّان عن أصحابهما، اقرؤوا سورة البقرة، فإن أخذها بَرَكة، وتركها حَسْرة، ولا تستطيعها البَطَلَة».

له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 804

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په دوامداره تلاوت کولو ټینګار کړی؛ ځکه قرآن د قیامت په ورځ خپلو تلاوت کوونکو ته شفاعت کوي؛ هغوی چې عمل یې پرې کړی وي، بیا یې د البقره او آل عمران په سورتونو تاکید وکړ او دواړه یې په زهراوین او ځلانده سورتونو سره یاد کړل؛ د روښنایۍ او هدایت له امله، او دا چې د تلاوت- او په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل کول چې پدې کې دي - اجر یې د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو او داسې نورو په څېر، یا لکه د مرغانو د دوو سېلونو په څېر چې وزرونه یې غوړولي او یو له بل سره نښلولي وي او په خپل خاوند یې سیوری جوړ کړی وي او دفاع ترې کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة البقرې پر دوامداره تلاوت، په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل تاکید کړی دی چې پکې دي، او دا چې برکت او په دنیا او آخرت کې لویې ګټې پکې نغښتې دي، او پرېښودل یې د قیامت په ورځ پښېمانتیا او افسوس دی او د دې سورت له فضیلت څخه یو دا دی چې جادوګران نه شي کولای هغو کسانو ته زیان ورسوي چې دا سورت تلاوت کوي.

من فوائد الحديث

  1. د قرآن کریم په زیات تلاوت کولو امر، او دا چې خپلو خاوندانو ته د قیامت په ورځ شفاعت کوي، هغوی چې لولي یې، په لارښوونو یې عمل کوي، اوامر یې پر ځای کوي او له هغو کارونو ډډه کوي چې منع یې ترې کړې ده.
  2. د سورة البقرې او آل عمران د تلاوت کولو فضیلت او لوی اجر.
  3. د البقرې سورت تلاوت لوی فضل لري، او خاوند یې له سحر او جادو څخه ساتل کېږي.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية