1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمِنين رَضيَ اللهُ عنها قَالَتْ:
جَاءَتْنِي مِسْكِينَةٌ تَحْمِلُ ابْنَتَيْنِ لَهَا، فَأَطْعَمْتُهَا ثَلَاثَ تَمَرَاتٍ، فَأَعْطَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا تَمْرَةً، وَرَفَعَتْ إِلَى فِيهَا تَمْرَةً لِتَأْكُلَهَا، فَاسْتَطْعَمَتْهَا ابْنَتَاهَا، فَشَقَّتِ التَّمْرَةَ الَّتِي كَانَتْ تُرِيدُ أَنْ تَأْكُلَهَا بَيْنَهُمَا، فَأَعْجَبَنِي شَأْنُهَا، فَذَكَرْتُ الَّذِي صَنَعَتْ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَوْجَبَ لَهَا بِهَا الْجَنَّةَ، أَوْ أَعْتَقَهَا بِهَا مِنَ النَّارِ».

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې:
یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2630

المعنى الإجمالي

ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي چې یوې غریبې ښځې خپلې دوه لورګانې له ځان سره راوستې او له هغې یې سوال وکړ، نو هغې درې خرماوې ورکړې، ښځې هرې لور ته یوه خرما ورکړه او یوه یې خپلې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، خو لورګانو یې ترې هغه هم وغوښته چې غوښتل یې خپله یې وخوري، نو د هغوی دواړو تر منځه یې دوه نیمه کړه، عائشه رضي الله عنها د ښځې د دې حالت په لیدو حیرانه شوه او د هغې کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه وفرمایل: یقینا چې الله تعالی ورته په هغې خرما سره جنت واجب کړ، او یا دا چې له اور څخه یې پرې ازاده کړه.

من فوائد الحديث

  1. د صدقې فضیلت، که څه هم لږه وي، او دا چې صدقه د مؤمن په خپل رب ایمان، د هغه پر وعده په باور کولو باندې دلالت کوي.
  2. پر خپلو ماشومانو د مېندو لویه مهرباني، او پر ضایع کېدو یې وېره.
  3. پر ځان بل ته د لومړیتوب ورکولو فضیلت، پر کوچنیانو ترحم، د لورګانو سره زیاته نیکي او پرې شفقت، جنت ته د ننوتلو او له دوزخ څخه د خلاصون لامل دي.
  4. لږ مال خېراتول باید د لږوالي له امله د خېراتولو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي، بلکې خېرات کوونکي ته په کار دي هغه څه خېرات کړي چې ورته اسان وي؛ هغه که لږ وي او یا ډېر.
  5. په حدېث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنیو د ژوند څرګوالی بیان شوی او دا چې ده او کورنۍ به یې له یوې او یا دریو خرماوو پرته د خوړلو لپاره نور څه نه درلودل.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية