1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ سِتٌّ» قِيلَ: مَا هُنَّ يَا رَسُولَ اللهِ؟، قَالَ: «إِذَا لَقِيتَهُ فَسَلِّمْ عَلَيْهِ، وَإِذَا دَعَاكَ فَأَجِبْهُ، وَإِذَا اسْتَنْصَحَكَ فَانْصَحْ لَهُ، وَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللهَ فَسَمِّتْهُ، وَإِذَا مَرِضَ فَعُدْهُ وَإِذَا مَاتَ فَاتَّبِعْهُ».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2162

المعنى الإجمالي

پیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي. دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.

من فوائد الحديث

  1. شوکاني ویلي: د (حق المسلم) له قول څخه مراد دا دی چې باید پرېنښودل شي او ادا کول یې یا خو واجب دي، یا داسې مؤکد مستحب (مندوب) دي چې د واجب سره ورته والی لري، یعني دا چې پرېښودل یې په کار نه دي.
  2. د سلام ځواب ورکول فرض عین دی، کله چې سلام یو کس ته شوی وي (یعنې مخاطب یو فرد وي)، خو که سلام ډلې ته شوی وي، نو د هغوی له لوري د یو کس ځواب بسنه کوي، خو په سلام شروع کولو کې اصل دا دی چې سنت دی.
  3. د ناروغ پوښتنه د هغه پر خپلو مسلمانو ورونو له حقونو څخه یو حق دی، ځکه دا کار د هغه زړه ته خوشحالي او ارامي وربخښي، او دا کار کفایي فرض دی.
  4. د بلنې قبلول واجب دي، خو چې ګناه پکې نه وي؛ که چېرته بلنه د واده ولیمې ته وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې قبلول یې واجب دي مګر دا چې شرعي عذر ولري، او که چېرته د واده ولېمې ته نه وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې منل یې مستحب دي.
  5. پرنجي کوونکي ته پر هغه چا یرحمک الله ویل واجب دي چې د هغه لخوا یې الحمد لله ویل اورېدلي وي.
  6. شریعت ټینګار کوي چې د ټولنې د افرادو تر منځه ایماني او د محبت پر اساس ولاړې اړیکي غښتلې وساتل شي.
  7. (فَسَمِّتْهُ) او په ځینو نسخو کې: "فشمِّته" په سین او شین دواړو سره راغلي دي، چې مطلب یې د خیر او برکت دعا ده، او د تشميت په اړه ویل شوي چې معنا یې ده: الله دې د دښمن له خوښۍ وساته او د داسې شي نه دې وساته چې ستا دښمن پرې خوشحالېږي، او د تسمیت معنا ده: الله تعالی دې سیده لورې ته هدایت کړه.

عرض الترجمات

45 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية