1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلَاثًا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ ثَلَاثًا، فَيَرْضَى لَكُمْ: أَنْ تَعْبُدُوهُ، وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ: قِيلَ وَقَالَ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ، وَإِضَاعَةِ الْمَالِ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 1715

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې الله تعالی د خپلو بندګانو درې خویونه خوښوي او درې بد ګڼي، نو هغه چې خوښ یې دي دا دي چې: دوی یې په یووالي ومني او هېڅ شی ورسره شریک نه کړي، او دا چې د الله په ژمنه، قرآن او د هغه د نبي په سنت پدې ټولو کلکې منګولې ولګوي او د مسلمانانو له ډلې جلا نه شي. او هغه چې بد یې ګڼي: بې ګټې او د هغه څه په اړه ډېرې خبرې کول چې دوی پورې اړه نلري، د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پېښ شوي ندي، له خلکو څخه پیسې او هغه څه غوښتل چې د دوی ملکیت وي، او له اړتیا پرته غوښتنه، د پېسو ضایع کول او له روا موخو پرته یې په نورو لارو کې مصرفول او دا چې (خپل مال) له خطر سره مخ کړي.

من فوائد الحديث

  1. الله تعالی له بندګانو څخه اخلاص خوښوي او بد ګڼي چې کفر پرې وشي.
  2. د الله تعالی په رسۍ منګولې لګول او کلک نیولو ته هڅوونه، ځکه چې یووالی او همغږي رامنځته کوي.
  3. پر جماعت او ورسره په یو ځای کېدو ټینګار او د صفونو پر یووالي امر، او له ضد څخه یې ممانعت چې ځانځاني او اختلاف دی.
  4. د هغه څه په اړه له زیاتو خبرو ډډه کول چې انسان پورې اړه نلري، ځکه که روا وي نو د وخت ضایع کول دي، او که حرامې وي نو د زیاتې ګناه لامل ګرځي.
  5. د خلکو په حالاتو کې له ژور ننوتلو څخه ډډه کول او دا چې د هغوی د حالاتو څارنه وشي او یا یې خلکو ته ویناوې او کړنې وویل شي.
  6. له خلکو څخه د هغوی د مالونو د سوال کولو ممانعت.
  7. د مال د بې ځایه لګښت حراموالی او دا چې باید په ګټورو لارو ولګول شي.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية