1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی

عَنْ أُمِّ المُؤْمِنِينَ أُمِّ عَبْدِ اللَّهِ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ». وَفِي رِوَايَةٍ لِمُسْلِمٍ: «مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ».

له أم المؤمنین أم عبد الله؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی». او د مسلم په روایت کې راځي چې: «څوک چې داسې عمل وکړي چې زموږ د امر (شریعت) مطابق نه وي، نو هغه (عمل) رد دی».

صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی الأربعين النوويه - 5

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.

من فوائد الحديث

  1. عبادتونه د هغه څه پر بنسټ دي چې په قرآن او سنتو کې بیان شوي دي، نو موږ د الله تعالی عبادت نه کوو مګر په هغې طریقه چې هغه روا کړي وي، نه په بدعتونو او نویو کارونو سره.
  2. دین په رایه ندی او نه په خپل سر د یو کار په ښه ګڼلو، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ دی.
  3. دا حدیث د دین په بشپړتیا دلیل دی.
  4. هر کار چې په دین کې نوی رامنځته شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو په وخت کې نه وي بدعت بلل کیږي، هغه که عقیده، وینا او یا عمل وي.
  5. دا حدیث د اسلام له بنسټونو څخه یو بنسټ دی، او د اعمالو لپاره د تلې په څېر دی، لکه څنګه چې هر هغه عمل چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه وي د هغه د ترسره کوونکي لپاره هېڅ ثواب نلري، همداسې هر هغه عمل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق نه وي، نو هغه یې په ترسره کوونکې مردود دی.
  6. دا حدیث د نويو بدعتونو، اختراعاتو او رامنځته شويو منکراتو په ردولو کې یوه قاعده (اصل) دی.
  7. له هغو نوښتونو (بدعتونو) نه منع راغلې ده چې په دیني چارو کې وي نه په دنیوي چارو کې.

عرض الترجمات

58 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو