1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: أَعْدَدْتُ لِعِبَادِي الصَّالِحِينَ، مَا لاَ عَيْنٌ رَأَتْ، وَلاَ أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلاَ خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ» قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: اقْرَؤُوا إِنْ شِئْتُمْ: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ} [السجدة: 17].

ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ: ترجمه: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي" [السجدة سورت: ۱۷ آیت].

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 4779

المعنى الإجمالي

"رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تبارک وتعالى فرمايلي: ما خپلو نېکو بندګانو ته په جنت کې داسې عزت او نعمتونه تیار کړي چې نه کومو سترګو لیدلي، نه یې غوږونو وصف اورېدلی او نه یې د کوم انسان په زړه کې ماهیت تېر شوی". ابو هریره رضي الله عنه وویل: که وغواړئ، نو دا آیت ولولئ:
ترجمه:(نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي دي). [السجدة سورت: 17 آیت].

من فوائد الحديث

  1. دا حدیث د هغو احادیثو له جملې څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کېږي، دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له لورې دي، خو توپیر یې دا دی چې قدسي حدیث د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري، ځکه د قرآن په لوستلو سره عبادت کېږي، او طهارت ورته کېږي، په هغه سره ننګول شوي دي او دا چې هغه یو اعجازي کلام دی او داسې نور.
  2. د نېکو اعمالو ترسره کولو او د بدو کارونو پرېښودو ته هڅونه؛ تر څو د هغه څه بریا ترلاسه شي چې الله تعالی خپلو صالحو بندګانو ته تیار کړي دي.
  3. الله تعالی موږ ته په خپل کتاب او د خپل رسول ﷺ په سنت کې د جنت ټول نعمتونه نه دي څرګند کړي، او هغه څه چې موږ نه دي پېژندلي، له هغو څخه ډېر ستر دي چې موږ پرې پوه شوي یو.
  4. جنت د الله تعالی لخوا خپلو نېکو بندګانو ته تیار شوی داسې ځای دی چې پکې نعمتونه، راحتونه، او خوشحالۍ بې مثاله دي، دا نعمتونه له هر ډول غم، اندېښنې، یا تکلیف څخه خالي دي.
  5. د دنیا متاع (ګټې او خوندونه) فاني دي، او آخرت غوره او تلپاتې دی.

عرض الترجمات

44 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية