1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)

عن جابر رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن النُّشْرَةِ؟ فقال: هي من عمل الشيطان.

له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د (نشره) یعنې- د جادو خلاصول په جادو سره- اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.

صحيح ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی

المعنى الإجمالي

له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د جادوګرۍ د علاج په اړه پوښتنه وشوه چې د جاهلیت په زمانه کې به په هغه طریقه کارول کېده لکه: جادو د جادو په واسطه خلاصول چې د دې حکم څه دی؟ هغه - صلی الله علیه وسلم - ځواب ورکړ: دا د شیطان کار دی یا د هغه له لارې کیږي؛ ځکه چې دا په بل ډول جادو او نورو شیطاني کړنو په کارونې سره کیږي، دا شرک او حرام دی. او د جادو مشروع ویستل، هغه دي چې په شرعي دم سره وویستل شي او یا یې په اړه پلټنه وشي، او په لاس سره یې خلاصول د قرآن کریم د لوستلو او روا درملو سره جایز دي.

من فوائد الحديث

  1. له علماوو څخه د ستونزمنو مسئلو د حکم په اړه د پوښتنې کولو مشروعیت؛ تر څو سړی په حرامو کې واقع نه شي.
  2. د نشرة (د سحر علاج په سحر سره) څخه منع، په هغه طریقه چې جاهلیت والاو کوله، ځکه دا جادو دی او جادو کفر دی.
  3. شیطاني کړنې ټولې حرامې دي.

عرض الترجمات

27 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية