1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمنين رَضيَ اللهُ عنها قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلًا» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ النِّسَاءُ وَالرِّجَالُ جَمِيعًا يَنْظُرُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ؟ قَالَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا عَائِشَةُ، الْأَمْرُ أَشَدُّ مِنْ أَنْ يَنْظُرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ».

له عائشة بنت أبي بكر رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلې چې فرمایل یې:
«خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي» ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډېر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2859

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم د قیامت د ورځې ځینې حالتونه بیان کړل: او دا چې خلک به له قبرونو راپاڅول شي او د حساب لپاره به راټول کړی شي، په داسې حال کې چې پښې به یې لوڅې وي، او بربنډ به وي کالي به نه لري، او ناسنته به وي لکه مور چې زېږولی و، کله چې أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها دا خبره واورېده، نو په حیرانتیا سره یې وویل: اې د الله رسوله! آیا ښځې او سړي به ټول یو بل ته ګوري؟! نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته روښانه کړه چې د قیامت د راټولېدو حالت او له مرګه وروسته راپورته کېدل دومره سخت او وېروونکي دي چې خلک به دومره بوخت وي، چې د یو بل عیبونو ته د کتلو فرصت به نه لري.

من فوائد الحديث

  1. د قیامت د ورځې د حالاتو بیان او دا چې انسان به په هغه ورځ دومره بوخت وي چې له خپل حساب او عملونو پرته به بل څه ته پام نه کوي.
  2. پدې ټینګار چې انسان عموماً ګناه یوازې د غفلت په حالت کې کوي؛ ځکه که د هغه ذات عظمت او عذاب ور په یاد شي چې نافرماني یې کوي، نو هېڅکله به له هغه څخه غافل نه شي او نه به د هغه له ذکر، شکر او ښه عبادته یوه شېبه بې‌پروا شي، له همدې امله د محشر خلک به په خپلو ځانونو بوخت وي او یو بل ته به نه ګوري.
  3. درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د ښځو د حیا شدت څرګندوي؛ دا عائشة رضی الله عنها ده چې په ډېرې حیا سره پوښتنه کوي، کله چې اوري چې خلک (نارینه او ښځینه) به بربنډ راټولېږي.
  4. سندي وايي: هر څوک به خپلې چارې بوخت کړی وي او د خپل ورور په حال به نه پوهېږي، الله تعالى فرمایلي: {لِكُلِّ ‌امْرِئٍ ‌مِنْهُمْ ‌يَوْمَئِذٍ ‌شَأْنٌ ‌يُغْنِيهِ} [عبس: 37] «هر انسان به په هغه ورځ داسې حالت ولري چې هغه به یې له نورو بې پروا کړی وي»، نو هېڅوک به د بل عورت نه ګوري.
  5. سنتول: د نارینه وو لپاره د تناسلي آلې د سر پوستکی پرې کول او د ښځې لپاره د دخول له ځای نه پورته لکه د چرګ د تاج په څېر یو کوچنی پوستکی پرې کول دي.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية