1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ البَاهِلِيِّ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: ذُكِرَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلاَنِ أَحَدُهُمَا عَابِدٌ وَالآخَرُ عَالِمٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«فَضْلُ العَالِمِ عَلَى العَابِدِ كَفَضْلِي عَلَى أَدْنَاكُمْ»، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ وَأَهْلَ السَّمَوَاتِ وَالأَرَضِينَ حَتَّى النَّمْلَةَ فِي جُحْرِهَا وَحَتَّى الحُوتَ لَيُصَلُّونَ عَلَى مُعَلِّمِ النَّاسِ الخَيْرَ».

د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ ته دوه کسان یاد شول چې یو یې عابد او بل یې عالم و، نو رسول الله ﷺ وفرمایل:
«د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان" بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: "خامخا الله جل جلاله، ملایکې، د آسمانونو او ځمکو ټول خلک، حتی مېږی په ځاله کې او ماهي ټول د هغه ښوونکي لپاره د خېر دعا کوي چې خلکو ته خېر رسوي».

حسن لغيره دی الترمذي روایت کړی دی جامع الترمذي - 2685

المعنى الإجمالي

رسول الله ﷺ ته د دوو کسانو یادونه وشوه چې یو یې عابد (عبادت کوونکی) او بل عالم دی چې کوم یې غوره دی؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په شرعي علومو پوه عالم چې په علم عمل کوي او نورو ته یې ښیي، پر هغه تن چې یوازې عبادت کوي او د علم په اړینو مسایلو پوه وي دومره فضیلت لري لکه څومره چې رسول الله ﷺ پر عادي صحابه کرامو درلود. بیا رسول الله ﷺ د دې سبب بیان کړ چې ولې د عالم مقام لوړ دی: ځکه چې الله تعالی، د الله تعالی هغه ملايکې چې عرش یې پر اوږو دی او د اسمانونو ټولې ملايکې، او د ځمکې ټول انسانان، پېریان او حیوانات—حتی مېږی په خپله ځاله کې او ماهیان په سمندر کې— ټول د هغه چا لپاره دعا کوي چې خلکو ته د دین علم ورزده کوي، ځکه په همدې علم کې د خلکو نجات او بریالیتوب دی.

من فوائد الحديث

  1. الله تعالی ته د بلنې له طریقو یوه دا ده چې خلک تشویق شي او مثالونه ورته بیان شي.
  2. د هغو علماوو لوړ شان چې علم یې زده کړی وي، عمل یې پرې کړی او لور ته یې بلنې ورکولو سره یې حق ادا کړی وي.
  3. د علماوو او زده کوونکو په درناوي ټینګار او دعا ورته کول.
  4. خلکو ته د خېر په ورښودلو ټینګار؛ ځکه چې دا د هغوی د خلاصولو او نیکمرغۍ لامل دی.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية