1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث څوک چې: لا إله إلا الله، وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد، وهو على کل شيء قدیر، په ورځ کې سل ځلې ووایي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«مَنْ قَالَ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، كَانَتْ لَهُ عَدْلَ عَشْرِ رِقَابٍ، وَكُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ مِائَةُ سَيِّئَةٍ، وَكَانَتْ لَهُ حِرْزًا مِنَ الشَّيْطَانِ يَوْمَهُ ذَلِكَ حَتَّى يُمْسِيَ، وَلَمْ يَأْتِ أَحَدٌ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ إِلَّا أَحَدٌ عَمِلَ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ».

له ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې: لا إله إلا الله، وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد، وهو على کل شيء قدیر، په ورځ کې سل ځلې ووایي، دا به د لسو غلامانو د آزادولو برابر وي، او د هغه لپاره به سل نیکۍ ولیکل شي، سل بدۍ به ترې لرې شي او په هغه ورځ کې به ورته تر بېګا پورې د شیطان پر وړاندې مانع وګرځي، او هېڅوک به د هغه په څېر دغوره عمل سره را نه شي، مګر هغه څوک چې تر دې یې هم زیات عمل کړی وي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 3293

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا: (لا إله) نشته حق اله او معبود ( إلا الله، وحده لا شريك له) مګر یو الله دی چې شریک نه لري؛ نه په الوهیت، نه په ربوبیت او نه په خپلو نومونو او صفاتو کې.(له الملك) هغه لره ټول واک او تدبیر دی، (وله الحمد) او هغه لره ستاینه ده په هر هغه څه کې چې پيدا کړی او اندازه کړی یې دی، (وهو على كل شيء قدير) او هغه پر هر څه قادر دی، نه کوم رقیب لري او نه مدافع، او هغه چې څه ونه غواړي هغه نه کېږي. څوک چې دغه ذکر په ورځ کې سل ځلې ووايي او تکرار یې کړي، نو د الله په نزد د هغه لپاره لکه د لسو غلامانو د آزادولو اجر دی، او پدې سره به ورته سل نیکۍ او په جنت کې سل درجې ولیکل شي، او سل بدۍ به ترې لرې شي، او دا به ورته د شیطان پر وړاندې ساتونکي او دفاعي قلعه وي او له شیطان او د هغه له ملګرو څخه به یې ساتنه کوي، تر دې چې لمر ډوب شي او بیګا داخل شي، د قیامت په ورځ به د ده نه بل هېڅوک غوره نه وي، مګر هغه څوک چې لده څخه یې زیات عمل کړی وي.

من فوائد الحديث

  1. د توحید د کلمې (لا إله إلا الله) فضیلت او لوی اجر.
  2. پر بندګانو د الله پاک پراخه فضل چې بندګانو ته یې د ذکر کولو آسانه لارې چاری روا کړي او لوی ثوابونه یې پرې مرتب کړي دي.
  3. چا چې په ورځ کې دا ذکر له سل ځلو څخه زیات ووایه: نو په حدیث کې د یاد اجر مستحق ګرځي، او د زیاتوالي به نور ثواب ورکړل شي، او دا د ذکر لپاره هغه برید نه دی چې ترې اوښتل روا ندي او یا دا چې له شمېر څخه یې اوښتل روا ندي او یا دا چې په زیاتوالي کې هېڅ فضیلت نشته، یا یې ثواب باطلوي.
  4. نووي رحمه الله فرمایلي: د حدیث له ظاهر څخه دا معنا اخېستل کېږي چې چا په حدیث کې یاد ذکر سل ځلې ووایه، هغه که منظم، برابر او یو د بل پسې وي او یا په بېلابېلو مجلسونو کې، یا یې یوه برخه د ورځې په سر او بله برخه د ورځې په پای کې وي، خو غوره دا ده چې د ورځې په سر کې یې په منظم ډول ووایي، چې په ټوله ورځ کې یې ساتندوی شي.

عرض الترجمات

30 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
SI සිංහල السنهالية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية