عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُسْرٍ رَضِيَ اللَّهِ عَنْهُ قَالَ: أَتَى النَّبِيَّ رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! إِنَّ شَرَائِعَ الإِسْلَامِ قَدْ كَثُرَتْ عَلَيْنَا، فَبَابٌ نَتَمَسَّكُ بِهِ جَامِعٌ؟ قَالَ:
«لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ».
وفي رواية: مِنْ حَدِيثِ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: آخِرُ مَا فَارَقْتُ عَلَيْهِ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ قُلْتُ: أَيُّ الأَعْمَالِ خَيْرٌ وَأَقْرَبُ إِلَى اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَمُوتَ وَلِسَانُكَ رَطْبٌ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ».
المزيد
د عبدالله بن بسر رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: "ای د الله رسوله! د اسلام احکام زموږ لپاره ډېر زیات شوي دي، نو داسې یوه (اساسي) چاره را ته وښیه چې موږ پرې ټینګ ودرېږو او هر څه رانغاړي؟" هغه وویل:
«ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي». او د معاذ بن جبل رضي الله عنه له حدیث څخه په یو بل روایت کې راځي چې: "وروستی هغه څه چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جلا کېدو پرمهال (لیدلي و دا و چې) ما وویل: کوم یو عمل تر ټولو غوره او الله ته تر ټولو نږدې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا چې ته مړ شې، او ستا ژبه د الله جل جلاله په ذکر لمده وي».