1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي

عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ، أَنَّ زَيْدَ بْنَ خَالِدٍ الْجُهَنِيَّ رَضيَ اللهُ عنه، أَرْسَلَهُ إِلَى أَبِي جُهَيْمٍ رَضيَ اللهُ عنه، يَسْأَلُهُ مَاذَا سَمِعَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْمَارِّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي؟ قَالَ أَبُو جُهَيْمٍ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ» قَالَ أَبُو النَّضْرِ: لَا أَدْرِي قَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً؟

له بسر بن سعید څخه روایت دی، چې زید بن خالد الجهني رضي الله عنه دی ابو جُهَيْمٍ رضي الله عنه ته ورولېږه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لمونځ کوونکي مخې ته د تېرېدونکي په اړه پوښتنه وکړي؟ نو ابوجُهَيْمٍ وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 507

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض یا نفل لمونځ کوونکي مخې ته دتېرېدو په اړه سخت خبرداری ورکړی او دا چې که څوک قصداً د لمونځ کوونکي مخې ته تېر شي چې څومره ګناهګارېږي، نو غوره به یې ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې او یا کلونه) ودرېږي، دا به ورته د تېرېدو پر ځای غوره وای. ابو النضر د حدیث راوي ویلي: "نه پوهېږم چې آیا: څلوېښت ورځې، یا میاشتې، یا کلونه یې یاد کړل.

من فوائد الحديث

  1. د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل حرام دي، کله چې هغه ستره ونه لري، او یا د لمونځ کوونکي او سترې ترمنځ تېرېدل؛ کله چې ستره ولري.
  2. ابن حجر ویلې: د هغې اندازې په اړه د نظر اختلاف دی چې د لمونځ کوونکي او تېرېدونکي تر منځه باید مراعت شي، نو ویل شوي چې د هغه او د سجدې د ځای په اندازه یې مخې ته تېر شي، او ویل شوي چې د هغه او تېرېدونکي تر منځ د دریو ګزونو په اندازه تېر شي او ویل شوي چې د هغه او تېرېدونکي تر منځ د یوې ډبرې د غورځولو په اندازه ځای کې تېر شي.
  3. سيوطي ویلي: تېرېدنه داسې معنی لري چې څوک د هغه مخې ته تېرېږي، خو که څوک د قبلې لور ته روان وي، نو هغه په دې سزا کې شامل نه دی.
  4. لمونځ کوونکي ته په کار ده چې د خلکو په لارو او هغو ځایونو کې لمونځ ونه کړي چې خلک پرې تېرېږي راتېرېږي، ترڅو خپل لمونځ د کموالي او تېرېدونکي له ګناه سره مخ نه کړي او ورته ښایي چې مخې ته د ځان او تېرېدونکو تر منځ ستره کېږدي.
  5. له دې څخه دا معنا اخیستل کېږي چې په آخرت کې د ګناه سزا، که څه هم کمه وي، د دنیا له هرې سختۍ څخه لویه ده، هغه که هر څومره سخته وي.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية