1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی

عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ:
نُهِينَا عَنِ اتِّبَاعِ الجَنَائِزِ، وَلَمْ يُعْزَمْ عَلَيْنَا.

له أم عطیة رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 1278

المعنى الإجمالي

أم عطیة الأنصاریة رضي الله عنها وایي چې نبي صلی الله علیه وسلم ښځې د جنازې پسې له تلو څخه منع کړي دي؛ ځکه وېره شته چې دوی په فتنه کې واقع شي او یا د دوی له امله نور په فتنه کې واقع شي، او دا چې دوی کم صبره دي، بیا هغې رضي الله عنها وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم پدې اړه دومره ټینګار ندی کړی لکه څومره به یې چې په نورو منهیاتو کې کاوه.

من فوائد الحديث

  1. ښځې یې د جنازې پسې له تګ څخه منع کړي دي، او دا خبره عامه ده، یعنې هغه ځای ته چې چمتو کېږي او لمونځ پرې ادا کېږي او مقبرې ته؛ چېرته چې ښخېږي.
  2. لامل یې دا دی چې ښځې دا ډول خفه کوونکي او اغېزناکه صحنې نشې زغملی؛ ځکه چې دوی ممکن په خپلو کړنو کې نارضایتي او بې صبري وښيي، چې دا کار د واجب صبر سره په ټکر کې دی.
  3. په ممانعت کې اصل تحریم دی، خو ام عطیة رضي الله عنها له دې سیاق څخه پوه شوه چې د جنازو پسې د ښځو تلل قطعي او تایید شوی ممانعت نه و، خو له بله پلوه داسې احادیث شتون لري چې د دې حدیث په پرتله د جنازو پسې د تللو په اړه یې ډېر سختوالی بیان کړی دی.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية