1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟

عَنْ سَعْدِ بنِ أبي وَقَّاصٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَكْسِبَ، كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ؟» فَسَأَلَهُ سَائِلٌ مِنْ جُلَسَائِهِ: كَيْفَ يَكْسِبُ أَحَدُنَا أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ قَالَ: «يُسَبِّحُ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيُكْتَبُ لَهُ أَلْفُ حَسَنَةٍ، أَوْ يُحَطُّ عَنْهُ أَلْفُ خَطِيئَةٍ».

له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2698

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه وو څخه وپوښتل: آیا له تاسو څخه یو څوک نه شي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟! یو ناست کس وویل: یو انسان څنګه کولی شي په اسانۍ سره په یوه ورځ کې زر نېکۍ ترلاسه کړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "سل ځلې به (سبحان الله) ووایي" نو زر نېکۍ به ورته ولیکل شي؛ ځکه هره نېکي لس چنده حسابېږي، اویا به یې له ګناهونو ترې زر ګناهونه پاک شي.

من فوائد الحديث

  1. نېکيو ته هڅوونه؛ ځکه دا د عبادتونو لپاره زینه ده.
  2. د تسبیح او ذکر فضیلت؛ او دا چې دا یو اسان عمل دی چې انسان پرې نه ستړی کېږي خو له دې لارې لوی ثواب ترلاسه کوي.
  3. په نېکيو کې د صحابه کرامو هڅه او له ځنډ پرته چټک اقدام.
  4. لس چنده د نېکیو زیاتېدل، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (‌مَنْ ‌جَاءَ ‌بِالْحَسَنَةِ ‌فَلَهُ ‌عَشْرُ ‌أَمْثَالِهَا) [الأنعام: ١٦٠] یعنې: څوک چې یوه نېكي راوړي، د هغه لپاره د هغې لس چنده دي، او دا د زیاتوالي تر ټولو لږه اندازه ده، کنه تر اوه سوه چنده هم روایت شوی دی.
  5. په ځینو روایتونو کې د «او» پر ځای «و» راغلې: پدې وینا کې: أو يحط عنه ... ملا علي قاري ویلي: کله «و» د «او» په معنا هم راځي، نو د دواړو روایتونو تر منځ ټکر نشته، او لکه معنا یې چې داسې وي چې: څوک چې دا وايي، زر نېکۍ ورته لیکل کېږي؛ او که ګناهونه پرې نه وي، نو ځینې یې لرې کېږي او ځینې نېکۍ یې ترلاسه کوي، او کېدی شي چې «او» د «و» په معنا وي، او یا یې معنا (بلکې) وي، نو هغه مهال ورته بیا دواړه جمع کېږي او د الله تعالی لورینه لدې ډېره پراخه ده، پای، یعنې زر نیکۍ ورته لیکل کېږي او زر ګناهونه ترې پاکيږي.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية