1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ:
«اللهُمَّ لَا عَيْشَ إِلَّا عَيْشُ الْآخِرَهْ، فَاغْفِرْ لِلْأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ».

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 1805

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې حقیقي ژوند یوازې هغه ژوند دی چې په اخرت کې دی، د الله په رضا، رحمت او د هغه په جنت کې؛ ځکه د دنیا ژوند له منځه تلونکی دی، او د آخرت ژوند تلپاتې او باقي دی، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو انصارو لپاره دمغفرت، عزت او اصلاح دعا وکړه چې نبي صلی الله علیه وسلم ته یې پناه ورکړه، مرسته یې ورسره وکړه او خپلې شتمنۍ یې ورسره شریکې کړې، او هم یې هغو مهاجرینو ته دعا وکړه، چې د الله تعالی د مهربانۍ او رضایت تر لاسه کولو په موخه یې خپلې کورنۍ او شتمنۍ پرېښودې.

من فوائد الحديث

  1. له دنیا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوښه کېدل او اخرت ته مخ کول.
  2. د نبي صلی الله علیه وسلم لخوا د امت هڅونه چې د دنیا لنډ مهاله شتمنیو ته زړه ښه نه کړي.
  3. د مهاجرینو او انصارو د فضیلت څرګندول، ځکه وتوانېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د مغفرت دعا ترلاسه کړي.
  4. بنده دې د دنیا د لنډ مهاله ګټو په ترلاسه کولو نه خوشحاله کېږي، ځکه دنیا ژر تېرېدونکي او له کړاوونو سره ده؛ بلکې اصلي او تلپاتې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية