1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي

عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«لاَ يَقُلْ أَحَدُكُمْ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي إِنْ شِئْتَ، ارْحَمْنِي إِنْ شِئْتَ، ارْزُقْنِي إِنْ شِئْتَ، وَليَعْزِمْ مَسْأَلَتَهُ، إِنَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ، لاَ مُكْرِهَ لَهُ». ولمسلم: «وَلَكِنْ لِيَعْزِمِ الْمَسْأَلَةَ وَلْيُعَظِّمِ الرَّغْبَةَ، فَإِنَّ اللهَ لَا يَتَعَاظَمُهُ شَيْءٌ أَعْطَاهُ».

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي». او د مسلم روایت دی چې: «غوښتنه دې په ټینګه وکړي، او هیله (او امید) دې لوی وساتي، ځکه هېڅ شی الله تعالی ته په عظمت نه قائلېږي مګر دا چې هغه یې ورکوي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 7477

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې ده چې دعا ته له څه شي سره تړاو ورکړل شي، که څه هم د "الله تعالی مشیئت وي؛ ځکه جوته ده چې الله پاک بخښنه نه کوي مګر چاته چې وغواړي، نو د مشیئت شرط اېښودل هېڅ معنا نه لري، ځکه دا شرط یواځې له هغه چا سره اېښودل کېږي چې له خوښې پرته پرې په مجبورۍ سره یو کار تر سره کېږي یعنې هغه یې نه غواړي، حال دا چې الله تعالی له دې او هر ډول نېمګړتیاوو څخه پاک دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په پای کې جوته کړې ده چې هېڅوک الله تعالی مجبورولی نه شي، همدارنګه، الله ته د هېڅ شي کول سخت ندي، ځکه هغه ناتوان نه دی، چې ورته ووایو: "که غواړې چې فلانی شی راکړې نو رایې کړه. ځکه د مشیئت یادونه داسې ښکاري لکه د الله تعالی له بخښنې څخه ځان مړه خوا ښودل لکه چې اړتیا ورته نه وي، نو د ویونکي دا وینا چې وایي: که غواړې نو رایې کړه؛ هغه مهال کارول کېږي چې یا خو هغه کس نه بې نیازه یې، او یا خو هغه ناتوانه وي، خو څوک چې قادر وي او اړتیا ورته وي، نو هغه ته خپل حاجت لوی ښودل کېږي او د یو بې وزله انسان په توګه ترې سوال کېږي، او هغه ته پناه وړي، ځکه هغه غني (بې نیازه)، کامل، او پر هر څه قادر ذات دی.

من فوائد الحديث

  1. له مشیئت سره د دعا له تړلو ممانعت.
  2. له هغه څه نه د الله جل جلاله سپېڅلتیا چې له هغه سره نه ښایي، د هغه د فضل پراخوالی، بشپړه بې‌نیازي، کرم او سخا.
  3. د الله جل جلاله د کمال ثبوت.
  4. هغه څه ته لویه لوالتیا چې د الله تعالی سره دي او په هغه سپېڅلې ذات نېک ګمان درلودل.
  5. ځېنې خلک په نافهمۍ کې دعا له مشیئت سره تړي لکه چې وایي: «الله دې ښه درسره وکړي، که الله وغواړي»، «الله دې پرې ورحمېږي که الله وغواړي»، نو د دې حدیث له مخې دا کار جائز نه دی.

عرض الترجمات

46 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية