1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ أَوَّلَ زُمْرَةٍ يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ القَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ عَلَى أَشَدِّ كَوْكَبٍ دُرِّيٍّ فِي السَّمَاءِ إِضَاءَةً، لاَ يَبُولُونَ وَلاَ يَتَغَوَّطُونَ، وَلاَ يَتْفِلُونَ وَلاَ يَمْتَخِطُونَ، أَمْشَاطُهُمُ الذَّهَبُ، وَرَشْحُهُمُ المِسْكُ، وَمَجَامِرُهُمْ الأَلُوَّةُ الأَنْجُوجُ، عُودُ الطِّيبِ وَأَزْوَاجُهُمُ الحُورُ العِينُ، عَلَى خَلْقِ رَجُلٍ وَاحِدٍ، عَلَى صُورَةِ أَبِيهِمْ آدَمَ، سِتُّونَ ذِرَاعًا فِي السَّمَاءِ».

له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 3327

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د مؤمنانو لومړۍ ډله به چې جنت ته داخلېږي، مخونه به یې د بدر شپې د سپوږمۍ په شان روښانه وي، بیا به ورپسې هغه کسان وي چې د آسمان تر ټولو روښانه ځلیدونکي ستوري په څېر وي، دوی به د کمال ځانګړتیاوې لري چې نه به تشې متیازې کوي او نه ډکې، نه به لاړې تو کوي او نه بلغم، ږمنځې به یې د سرو زرو وي، خولې به یې د مشکو بوی لري، د بخورو د دودولو لوښي به یې تر ټولو ښایسته او پاکیزه بوی کوي، مېرمنې به یې حورالعین وي، دوی به په خلقت کې د یوه سړي په څېر وي؛ د خپل پلار آدم په څېر په صورت او قد کې چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي.

من فوائد الحديث

  1. د جنتیانو صفت؛ او دا چې په جنت کې به دوی د درجو او اعمالو په لیدو یو له بل سره تفاوت لري.
  2. (ذهن ته) د معنا او شرحې په نږدې کولو کې د تشبیه کارول.
  3. قرطبي ویلي: کېدای شي وویل شي چې جنتیان ږمنځو ته څه اړتیا لري، حال دا چې هغوی به لغړزني وي او وېښتان به یې نه خیرنېږي، او هغوی به خوشبویۍ ته څه اړتیا لري، حال دا چې خپل بوی به یې له مشکو نه زیات ښایسته او پاکیزه وي؟ وایي: د جنتیانو نعمتونه لکه خوراک، څښاک، جامې، خوشبويي — دا ټول به د لوږې، تندې، لوڅوالي یا بدبويۍ له امله نه وي، بلکې دا خالص خوندونه دي چې یو پر بل پسې به راځي، او حکمت یې دا دی چې دوی به له هغه ډول نعمتونو څخه برخمن کېږي چې په دنیا کې به ورکول کېدل.

عرض الترجمات

40 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية