عَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ»
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْإِبِلُ؟ قَالَ: «وَلَا صَاحِبُ إِبِلٍ لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، وَمِنْ حَقِّهَا حَلَبُهَا يَوْمَ وِرْدِهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، بُطِحَ لَهَا بِقَاعٍ قَرْقَرٍ، أَوْفَرَ مَا كَانَتْ، لَا يَفْقِدُ مِنْهَا فَصِيلًا وَاحِدًا، تَطَؤُهُ بِأَخْفَافِهَا وَتَعَضُّهُ بِأَفْوَاهِهَا، كُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ أُولَاهَا رُدَّ عَلَيْهِ أُخْرَاهَا، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ»
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْبَقَرُ وَالْغَنَمُ؟ قَالَ: «وَلَا صَاحِبُ بَقَرٍ، وَلَا غَنَمٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ بُطِحَ لَهَا بِقَاعٍ قَرْقَرٍ، لَا يَفْقِدُ مِنْهَا شَيْئًا، لَيْسَ فِيهَا عَقْصَاءُ، وَلَا جَلْحَاءُ، وَلَا عَضْبَاءُ تَنْطَحُهُ بِقُرُونِهَا وَتَطَؤُهُ بِأَظْلَافِهَا، كُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ أُولَاهَا رُدَّ عَلَيْهِ أُخْرَاهَا، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ»
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْخَيْلُ؟ قَالَ: «الْخَيْلُ ثَلَاثَةٌ: هِيَ لِرَجُلٍ وِزْرٌ، وَهِيَ لِرَجُلٍ سِتْرٌ، وَهِيَ لِرَجُلٍ أَجْرٌ، فَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ وِزْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا رِيَاءً وَفَخْرًا وَنِوَاءً عَلَى أَهْلِ الْإِسْلَامِ، فَهِيَ لَهُ وِزْرٌ، وَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ سِتْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا فِي سَبِيلِ اللهِ، ثُمَّ لَمْ يَنْسَ حَقَّ اللهِ فِي ظُهُورِهَا وَلَا رِقَابِهَا، فَهِيَ لَهُ سِتْرٌ وَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ أَجْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا فِي سَبِيلِ اللهِ لِأَهْلِ الْإِسْلَامِ، فِي مَرْجٍ وَرَوْضَةٍ، فَمَا أَكَلَتْ مِنْ ذَلِكَ الْمَرْجِ، أَوِ الرَّوْضَةِ مِنْ شَيْءٍ، إِلَّا كُتِبَ لَهُ، عَدَدَ مَا أَكَلَتْ حَسَنَاتٌ، وَكُتِبَ لَهُ، عَدَدَ أَرْوَاثِهَا وَأَبْوَالِهَا، حَسَنَاتٌ، وَلَا تَقْطَعُ طِوَلَهَا فَاسْتَنَّتْ شَرَفًا، أَوْ شَرَفَيْنِ، إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ عَدَدَ آثَارِهَا وَأَرْوَاثِهَا حَسَنَاتٍ، وَلَا مَرَّ بِهَا صَاحِبُهَا عَلَى نَهْرٍ، فَشَرِبَتْ مِنْهُ وَلَا يُرِيدُ أَنْ يَسْقِيَهَا، إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ، عَدَدَ مَا شَرِبَتْ، حَسَنَاتٍ»
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْحُمُرُ؟ قَالَ: «مَا أُنْزِلَ عَلَيَّ فِي الْحُمُرِ شَيْءٌ، إِلَّا هَذِهِ الْآيَةَ الْفَاذَّةُ الْجَامِعَةُ»: {فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ، وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ} [الزلزلة: 8].
المزيد
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ»
«د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته». وویل شو: اې د الله رسوله، او د اوښانو په اړه څه؟ هغه وویل: «او د اوښ هېڅ خاوند نشته چې دی یې ترې حق (زکات) نه ورکوي -او حق یې دا دی چې د اوب خور په ورځ اړمنو خلکو ته ولوشل شي- مګر دا چې په یوه لویه اواره ځمکه کې به ورته څملول شي چې ډیره پراخه به وي، او هیڅ یو بچی به یې کم نه وي، ټول به حاضر وي او خپل خاوند به د پښو لاندې کوي او خولې به پرې لګوي، هر کله چې پرې لومړۍ اوښه تېره شي وروستۍ به ورپسې بیا راشي، دا کار به په هغه ورځ په دوامداره توګه جریان ولري چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې د بندګانو تر منځه د جنت او یا دوزخ لور ته پرېکړه وشي» وویل شو: اې د الله رسوله! او د غواګانو او مېږو په اړه څه؟ هغه وفرمایل: «او هېڅ د غواګانو او مېږو خاوند نشته چې دی یې ترې حق نه ورکوي مګر دا چې کله د قیامت ورځ شي، نو دی به ورته په یوه پراخه ځمکه کې څملول شي، او هېڅ یو مال به کم نه وي ټول به حاضر وي، هېڅ یو مال به پکې د تاوو ښکرونو والا نه وي، او نه به پکې بې ښکره وي او نه به پکې د مات ښکر والا وي ( بلکې د ټولو ښکرونو نېغ او سالم وي) نو په ښکرونو به یې وهي او په پښو به پرې ګرځي، هر کله چې پرې لومړی مال تېر شي وروستی به پرې بیا راوګرځي، دا کار به په ټوله هغه ورځ کې جریان ولري چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه وي، تر دې چې د بندګانو تر منځ د جنت او یا دوزخ لوري ته پرېکړه وشي». وویل شو: اې د الله رسوله! د اسونو په اړه څه؟ هغه وفرمایل: «آسونه درې ډوله دي: یو ډول یې د سړي لپاره پیټی او ګناه ده، یو ډول یې پرده او یو ډول یې د انسان لپاره اجر او ثواب دی، نو کوم چې پېټی او ګناه ده، دا هغه اس دی چې د ځان ښودنې، ویاړ او پر مسلمانانو د مغلوبېدو په موخه کارول کېږي، نو دا یې پر خاوند پېټی او ګناه ده، او کوم چې د هغه لپاره پرده ده، نو دا هغه آس دی چې د الله په لاره کې تړل شوی وي، بیا یې د هغوی په څټونو او شاګانو کې د الله حق نه وي هېر کړی، نو دا یې د خاوند لپاره پرده ده، او کوم چې د ده لپاره اجر او ثواب دی، نو دا هغه اس دی چې خاوند یې د مسلمانانو لپاره د الله په لار کې په درو او باغچو کې تړلی وي، نو هر څومره چې په دې شنو باغچو او درو کې څرېږي او هر څه چې خوري د ده لپاره لیکل کېږي، څومره یې چې خوراک کړی وي همغومره نیکۍ ورته لیکل کېږي او د خرشنو او متیازو په اندازه یې ورته نیکۍ لیکل کېږي، او په هېڅ لوړه نه تېرېږي چې یوه او یا دوه لوړې تېرې کړي مګر دا چې الله تعالی به ورته د هغې د پښو د نښانو او خرشنو په اندازه نیکۍ ولیکي، او په هېڅ نهر یې خاوند نه تېروي چې دی له هغې څخه اوبه وڅښي په داسې حال کې چې نه یې غوښتل اوبه ترې ورکړي، مګر دا چې الله تعالی به ورته د هر ګوټ په اندازه نیکۍ ولیکي».