عَنِ النَّوَّاسِ بْنِ سِمْعَانَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«البِرُّ: حُسْنُ الخُلُقِ، وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ».
وَعَنْ وَابِصَةَ بْنِ مَعْبَدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَتَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «جِئْتَ تَسْأَلُ عَنِ البِرِّ وَالإِثْمِ»، قُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: «اسْتَفْتِ قَلْبَكَ، البِرُّ: مَا اطْمَأَنَّتْ إلَيْهِ النَّفْسُ، وَاطْمَأَنَّ إلَيْهِ القَلْبُ، وَالإِثْمُ: مَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ وَتَرَدَّدَ فِي الصَّدْرِ، وَإِنْ أَفْتَاكَ النَّاسُ وَأَفْتَوْكَ».
المزيد
له نواس بن سمعان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي». او له وابصة بن معبد رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم، نو هغه راته وویل چې «ته راغلې څو د نېکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړې؟» ما وویل: هو، هغه وفرمایل: «زړه دې وپوښته، نېکي هغه ده چې نفس پرې آرامه وي او زړه پرې سکون ومومي، او ګناه هغه ده چې په نفس کې دې ورسره شک او په زړه کې دې تردید وي، که څه هم خلکو یې د (رواوالي) فتوا درکړي وي».