1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي

عَن أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«تَفْضُلُ صَلاَةُ الجَمِيعِ صَلاَةَ أَحَدِكُمْ وَحْدَهُ، بِخَمْسٍ وَعِشْرِينَ جُزْءًا، وَتَجْتَمِعُ مَلاَئِكَةُ اللَّيْلِ وَمَلاَئِكَةُ النَّهَارِ فِي صَلاَةِ الفَجْرِ» ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ: فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78].

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 648

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړه چې د یو سړي اجر او ثواب د امام سره په جماعت لمانځه کې د پنځه ویشتو هغو لمونځونو څخه غوره دی چې هغه یې په ​​خپل کور یا بازار کې یوازې کوي، بیا يې یادونه وکړه چې د شپې او ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یوځای کېږي، بیا ابو هریره رضی الله عنه د دې خبرې لپاره د دلیل په توګه وویل:
که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.

من فوائد الحديث

  1. ابن حجر ویلي: په جومات کې د جماعت سره لمونځ په کور او یا بازار کې په جماعت او یا انفرادي توګه لمانځه (په ثواب) کې زیاتوالی لري، ابن دقیق العید ویلي دي.
  2. پدې (حدیث کې) د سهار د لمانځه فضیلت دی؛ ځکه چې ملایکې پکې راټولېږي.
  3. ابن باز ویلي: مؤمن ته ښایي چې د دې لوی خېر د ترلاسه کولو لپاره په جماعت سره په لمانځه کولو ټینګار وکړي که څه هم یې کور لرې وي.
  4. نووي د روايتونو د جمع کولو په اړه ویلي چې د جماعت لمونځ د انفرادي لمانځه څخه پنځه ويشت درجې غوره دی، او بل يې اووه ويشت درجې: نو د دې روایتونو د جمعې لپاره درې وجوهات دي: لومړی: دا چې هېڅ تضاد نشته، ځکه د کوچني (عدد) یادونه لوی عدد نه ردوي او د اصول پوهانو په نظر د شمېر مفهوم باطل دی. دویم: دا چې هغه لومړی د لږ عدد په اړه خبر ورکړ، بیا الله تعالی هغه ته د زیات ثواب په اړه خبر ورکړ، نو هغه یې په اړه (امت ته) خبر ورکړ. دریم: دا د عبادت کوونکو او لمونځ کوونکو حالاتو او لمانځه ته په لېدو توپير لري، نو د ځینو لپاره پنځه ویشت درجې دي، او د نورو لپاره اووه ويشت درجې، د لمانځه کمال، هیئت، خشوع، د جماعت لوی والی، د جماعت کوونکو او ځای فضیلت او داسې نورو ته په لیدو توپیر لري. و الله اعلم.

عرض الترجمات

39 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية