عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی".

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2956

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا د مؤمن لپاره لکه د زندان په څېر ده، ځکه چې هغه په شرعي واجباتو پابند دی، په څه چې ورته امر شوی باید عمل پرې وکړي او له څه نه چې منعه شوی باید ویې نه کړي، نو کله چې مړ شي، له دې کړاوونو راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، خو دنیا د کافر لپاره لکه جنت ده، ځکه هغه هر څه کوي چې زړه یې وغواړي او نفس یې ورته امر کوي، خو کله چې مړ شي، د قیامت په ورځ د تل پاتې هغه عذاب سره مخ کېږي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.

من فوائد الحديث

  1. نووي وایي: هر مؤمن په دنیا کې زنداني دی، ځکه هغه د حرامو او مکروه شیانو څخه منع شوی او په سختو طاعاتو مکلف دی، نو کله چې مړ شي، له دې حالته راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، له بشپړې آرامۍ سره پرته له کمښت څخه، خو کافر ته د دنیا نعمتونه لږ او له کړاوونو ډک دي، خو کله چې مړ شي، د تل پاتې عذاب او ابدي بدبختۍ سره مخ کېږي.
  2. سندي وایي: د (سجن المؤمن)، یعنې د مؤمن زندان، مطلب دا دی چې که څه هم هغه په نعمت کې وي، خو جنت ورته له دې غوره دی، او د (وجنة الکافر) یعنې د کافر جنت، مطلب دا دی چې که څه هم هغه په دنیا کې خوند اخلي، خو اور ورته له دې ډېر بد دی.
  3. د الله تعالی سره د دنیا بې ارزښتوالی.
  4. دنیا د مؤمنانو لپاره د آزموینې او امتحان ځای دی.
  5. کافر خپل جنت ته په دنیا کې بیړه کوي؛ نو د آخرت د جنت او نعمتونو له محرومۍ سره جزا ورکول کېږي.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية