1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي

عَنْ وَحْشِيِّ بْنِ حَرْبٍ رَضيَ اللهُ عنه:
أَنَّهُمْ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا نَأْكُلُ وَلَا نَشْبَعُ، قَالَ: «فَلَعَلَّكُمْ تَأْكُلُونَ مُتَفَرِّقِينَ؟» قَالُوا: نَعَمْ. قَالَ: «فَاجْتَمِعُوا عَلَى طَعَامِكُمْ، وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ، يُبَارَكْ لَكُمْ فِيهِ».

له وحشي بن حرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: «نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».

حسن ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی سنن ابن ماجه - 3764

المعنى الإجمالي

ځینو صحابه وو له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: موږ خوراک کوو خو مړښت راته نه حاصلېږي.
نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ښايي تاسې د خوړو پر مهال جلا جلا کېږئ او هر یو ځانته خوراک کوﺉ؟ هغوی وویل: هو. ویې فرمایل: یو ځای شئ او جلا جلا خوراک مه کوئ، او د خوړو پر مهال بسم الله ووایئ، نو برکت به پکې راشي او تاسو ته به مړښت حاصل شي.

من فوائد الحديث

  1. د خوړو لپاره سره یو ځای کېدل او د خوړو پر مهال د الله نوم یادول په خوراک کې برکت راولي او د خوراک څخه مړښت حاصلېږي.
  2. ځان ځاني ټول شر دی، او یو ځای کېدل ټول خېر دی.
  3. د خوړلو پر مهال سره یو ځای کېدل او د الله نوم یادولو ته هڅوونه.
  4. سندي ویلي: په یو ځای کېدو سره په خوړو کې برکت نازلېږي او د الله د نوم په یادولو سره شیطان خوړو ته د لاسرسي څخه منع کېږي.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية