1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم)

عن الْأَغَرِّ رضي الله عنه، وَكَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللهِ، فَإِنِّي أَتُوبُ فِي الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّةٍ».

له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2702

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم خلکو ته د ډېرې توبې او استغفار کولو امر کوي، او له خپلې خوا خبر ورکوي چې دی هره ورځ الله تعالی ته له سل ځله زیات توبه باسي او بخښنه ترې غواړي، سره له دې چې هغه ته د تېرو او راتلونکو ګناهونو بخښنه شوې ده، دا کار د الله جل جلاله په وړاندې د بشپړې عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه کوي.

من فوائد الحديث

  1. هر څوک، که څه هم د هغه د ایمان مرتبه او درجه هر څومره لوړه وي، بيا هم اړتيا لري چې الله تبارک وتعالى ته رجوع وکړي او خپل نفس د توبې له لارې کامل کړي، ځکه هېڅوک هم د الله تبارک وتعالى د حقونو په ادا کولو کې له تقصير څخه خالي نه وي، الله تعالی فرمايلي: (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ)، (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ).
  2. توبه عمومي ده، که له حرامو او ګناهونو څخه وي، او یا د واجباتو (فرضو) په ادا کولو کې د نېمګړتیا له امله.
  3. په توبه کې اخلاص (یوازې د الله لپاره کول) د هغې د قبولې شرط دی، نو که څوک یوه ګناه د الله لپاره نه، بلکې د بل چا لپاره پرېږدي، نو هغه توبه کوونکی نه ګڼل کېږي.
  4. نووي ویلي دي: توبه درې شرطونه لري: له ګناه نه لاس اخيستل، د هغې پر کولو پښېماني، او دا چې کلکه اراده وکړي چې هېڅکله به بېرته نه ورګرځي، او که چېرته ګناه د بل انسان د حق سره تړاو درلوده، نو بیا څلورم شرط دا دی چې هغه په ظلم سره (اخېستل شوی) حق بېرته خپل خاوند ته وسپارل شي او یا ترې (په بخښلو سره) براءت تر لاسه شي.
  5. دلته دې خبرې ته پاملرنه په کار ده چې د نبي صلی الله علیه وسلم د استغفار (بخښنې غوښتلو) لازمي معنا دا نه ده چې هغه به ګناه کړې وي، بلکې دا د هغه د بندګۍ د کمال، د الله پاک د ذکر سره د ژور تعلق، د الله د حق د ستروالي احساس، او دې حس درلودلو له مخې چې بنده، که هر څومره عمل وکړي، بیا هم د الله پر نعمتونو د شکر په ادا کولو کې نېمګړی پاتې کېږي، دا عمل همداراز له هغه وروسته د امت لپاره د لارښوونې (تشریع) په توګه دی، او نور ګڼ شمېر حکمتونه هم لري.

عرض الترجمات

45 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية