1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضيَ اللهُ عنهما:
أنَّهُ قَالَ لعَطَاءِ بْنِ أَبِي رَبَاحٍ: أَلَا أُرِيكَ امْرَأَةً مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ؟ قُلْتُ: بَلَى، قَالَ: هَذِهِ الْمَرْأَةُ السَّوْدَاءُ، أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ: إِنِّي أُصْرَعُ وَإِنِّي أَتَكَشَّفُ، فَادْعُ اللهَ لِي، قَالَ: «إِنْ شِئْتِ صَبَرْتِ وَلَكِ الْجَنَّةُ، وَإِنْ شِئْتِ دَعَوْتُ اللهَ أَنْ يُعَافِيَكِ» قَالَتْ: أَصْبِرُ، قَالَتْ: فَإِنِّي أَتَكَشَّفُ فَادْعُ اللهَ أَنْ لَا أَتَكَشَّفَ، فَدَعَا لَهَا.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی:
هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2576

المعنى الإجمالي

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.

من فوائد الحديث

  1. په دنیا کې پر مصیبت صبر کولو په وجه انسان ته جنت ورکول کېږي.
  2. نووي رحمه الله ویلي: په حدیث کې دلیل دی چې په بې هوښۍ یا مېرګیو انسان ته بشپړ ثواب ورکول کېږي.
  3. د صحابه و د ښځو رضي الله عنهن حیا، او د هغوي پاکدامني او پردې کولو باندې ټېنګار، نو دغې ښځې ډېره وېره درلوده چې هسې نه د بدن کومه برخه یې ښکاره شي.
  4. ابن حجر رحمه الله ویلي: د سختۍ اختیارول د هغه چا لپاره د نرمۍ له اختیارولو غوره دي چې پوهېږي ځواک لري او د سختۍ پر وړاندې نه کمزوری کېږي.
  5. ابن حجر ويلي: په حدېث کې د دې خبرې ثبوت دی چې د ټولو ناروغیو علاج په دعا کولو او الله تعالی ته په رجوع کولو کې رانغښتې ده، حتی په درملو له درملنې څخه هم ډېره اغیزمنه او ګټوره ده، او د دې اغیز او د هغې په وړاندې د بدن غبرګون د فزیکي درملو په پرتله ډېر دی، خو دا یوازې په دوو شیانو اغیزمنه ګرځي: یو د ناروغ له خوا چې نیت یې خالص وي، او بل د معالج له خوا، چې د زړه په ځواک، د زړه په توکل او تقوی سره الله تعالی ته توجه وکړي، و الله اعلم.
  6. ابن حجر ویلي: حدیث پدې هم دلیل دی چې د طبي درملنې پرېښودل جواز لري.

عرض الترجمات

36 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية