عَنْ أَبِي العَبَّاسِ، عَبْدِ الله بْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنْت خَلْفَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا، فَقَالَ:
«يَا غُلَامِ! إنِّي أُعَلِّمُك كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ الله تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاَللهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَإِنِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ؛ رُفِعَتِ الأَقْلَامُ، وَجَفَّتِ الصُّحُفُ».
وَفِي رِوَايَةِ غَيْرِ التِّرْمِذِيِّ: «احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ أَمَامَكَ، تَعَرَّفْ إلَى اللهِ فِي الرَّخَاءِ يَعْرِفْكَ فِي الشِّدَّةِ، وَاعْلَمْ أَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، وَمَا أَصَابَك لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ، وَأَنْ الفَرَجَ مَعَ الكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ العُسْرِ يُسْرًا».
المزيد
د ابو العباس، عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي چې: یوه ورځ زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاته وم، نو هغه وفرمایل:
«اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه چې! که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تا ته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تا ته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلې وي، او که دوی راغونډ شي چې تا ته یو څه ضرر ورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلی وي؛ قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي». او له ترمذي پرته په بل روایت کې راځي: " الله په یاد لره، هغه به دې تل مخې ته ومومې، په آسانۍ (راحت) کې الله وپېژنه چې په سختۍ کې دې وپېژني، او پوه شه چې، هغه څه چې تاته ونه رسېدل، شونې نه وه چې تا ته در ورسېږي، او هغه څه چې تا ته ورسېدل، شونې نه وه چې بچ شي، او پوه شه چې بریا د صبر سره ده او پدې چې له سختۍ سره اساني وي، او خوشالي د سختۍ سره راځي».