1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ سمعتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ:
«أَلاَ إِنَّ الدُّنْيَا مَلْعُونَةٌ، مَلْعُونٌ مَا فِيهَا، إِلاَّ ذِكْرُ اللهِ وَمَا وَالاَهُ وَعَالِمٌ أَوْ مُتَعَلِّمٌ».

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
" خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".

حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی جامع الترمذي - 2322

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دنیا او هر څه چې په کې دي د الله تعالی له خوا داسې یو څه ګڼل شوې چې کرکه ترې شوې، غندل شوې، پرېښودل شوې او لرې اېسته شوې ګڼل شوې ده، ټول هغه څه لرې پرېښودل شوي چې پکې دي او هېڅ ستاینه یې نه کېږي، پرته د الله تعالی له یاد او هغه څه څخه چې ورته دي او الله تعالی یې خوښ ګڼي، او په شرعي علم پوه چې نورو ته یې ورزده کوي او یا یې پخپله زده کوي.

من فوائد الحديث

  1. په دنیا مطلق لعنت ویل روا نه دي، ځکه داسې احادیث شته چې دا کار یې منع کړی، خو پر هغه څه لعنت ویل روا دی چې خلک له الله تعالی څخه لرې کوي او د هغه له طاعت څخه یې بوختوي.
  2. په دنیا کې چې څه دي نو هغه لهو او لعب دي، پرته د الله تعالی له یادولو څخه او هغه څه چې د ذکر لامل او مرسته کوونکی ګرځي.
  3. د علم، علماوو او طالب العلمانو فضیلت.
  4. ابن تیمیه ویلي: له دې دنیا څخه هغه څه بد دي چې حرام دي او له کوم لامل پرته تر سره کېږي، او یا هغه حلال چې د ډېرېدو او ویاړ په موخه کېږي، او یا هغه څه چې د ځان د شهرت او ریا کارۍ لپاره کېږي، نو دا کړنې د عاقلانو له انده هغه څه دي چې کرکه ترې کېږي.

عرض الترجمات

40 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية