1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي

عَنِ الزُّبَيْرِ بْنِ العَوَّامِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ، فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَّ اللَّهُ بِهَا وَجْهَهُ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوهُ».

له زبیر بن العوام رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي».

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 1471

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې یو کس باید خامخا یو کار وکړي، آن تر دې چې یوه رسۍ واخلي، په شا لرګي راټول کړي، بیا یې خرڅ کړي او له همدې لاري وخوري او یې خیرات کړي او د خلکو له ورکړي پرې ځان بسیا شي او د سوال کولو له سپکاوي خپل مخ وژغوري؛ دا به ورته لدې غوره وي چې له خلکو سوال وکړي؛ چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي، ځکه له خلکو سوال کولو کې ذلت دی، حال دا چې مومن الله تعالی عزتمن پېدا کړی نه سپک او ذلیل.

من فوائد الحديث

  1. له خلکو څخه له سوال کولو پر ډډې کولو ټینګار او دا چې ځان ترې وساتل شي.
  2. د روزۍ ګټلو لپاره کار کولو ته هڅوونه، اګر که انسان یوه ساده او لږ ارزښت لرونکې حرفه هم ترسره کړي چې د خلکو په نظر کې کوچنۍ وي.
  3. اسلام د سوال کولو او بې‌کارۍ پر ضد دی؛ له همدې امله یې کار او هڅه کول اړین ګرځولي، اګر که کار کول سخت هم وي لکه لرګي راټولول.
  4. که څوک د کار کولو او رزق ګټلو وړتیا ولري نو سوال کول ورته روا نه دي.
  5. له پاچا څخه د اړتیا په صورت کې سوال کول روا دي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ ‌لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ} [التوبة: ۹۲]. یعنې: او نشته (ګناه له غزا نه په وروسته پاتی کېدو کې) په هغو کسانو چې کله دوی تاته راغلل چې سپرلۍ ورته برابرې کړې، نو تا ورته وویل چې نه مومم زه هغه شی چې تاسو پرې سپاره کړم، نو بېرته وګرځېدل دوی په داسې حال چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، د هغه خفګان له امله چې دوی څه نه درلودل چې (په جهاد) کې یې ولګوي.
  6. که څوک اړ شي چې سوال وکړي او د کار کولو یا د لرګیو راټولولو توان نلري، نو سوال کول ورته روا دي، پدې شرط چې نه به چاته سوګند ورکوي او نه به ډېر شله کېږي، الله تعالی فرمایلي: {لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ ‌إِلْحَافًا} [البقرة: ۲۷۳].یعنې: دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي.
  7. نووي وویل: په دې کې هڅونه ده صدقې کولو ته، د خپل لاس له کاره خوړلو، او د حلالو لارو ګټلو ته.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية