1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ:
فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَكَاةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ، عَلَى العَبْدِ وَالحُرِّ، وَالذَّكَرِ وَالأُنْثَى، وَالصَّغِيرِ وَالكَبِيرِ مِنَ المُسْلِمِينَ، وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ.

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 1503

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان نه وروسته د فطر زکات فرض کړی دی، چې اندازه یې یو صاع ده او وزن یې څلور لپې ده. المُدُّ: د منځمهالي سړي لپه، له خرما یا وربشو څخه پر هر مسلمان؛ ازاد او غلام، نر او ښځه، وړوکي او لوی واجب ده، البته هغه څوک چې خواړه یې د یوې شپې او ورځې څخه اضافي وي، د ځان او هغه چا لپاره چې دوی یې سرپرستي کوي. او امر یې کړی چې عیدګاه ته د خلکو له وتلو مخکې دې ادا شي.

من فوائد الحديث

  1. د روژې په مياشت کې د فطر صدقه له کوچنيانو، بوډاګانو، ازادو او غلامانو څخه ورکول کېږي او غوښتنه یې له سرپرست او بادار څخه کېږي، او سړی به یې له خپل ځان، اولادونو او هغه چا څخه وباسي چې نفقه یې پرې واجب ده.
  2. د مور په ګېډه کې ماشوم باندې د فطر صدقه فطر واجب نه، بلکې مستحب ده.
  3. د هغه څه بیان چې د فطر په صدقه کې ورکول کېږي، او دا چې هغه د خلکو دودیز غله جات دي.
  4. د اختر لمانځه ته له وتلو مخکې یې ویستل واجب دي، او غوره دا ده چې د اختر په سهار وي، همدا رنګه یې له اختر یوه او یا دوه ورځې مخکې ویستل هم روا دي.

عرض الترجمات

46 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية