1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. سیرت او تاریخ

حديث بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي

عَنْ أَبِي حَازِمٍ قَالَ: قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رضي الله عنه خَمْسَ سِنِينَ، فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لاَ نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ» قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ».

له ابو حازم څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو هریره رضی الله عنه سره پنځه کاله تېر کړل، ما له هغه څخه اورېدل چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې حدیث بیانوه چې،
«بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي او زیات به شي»، هغوی وویل: «نو ته موږ ته څه امر کوې؟» هغه وفرمایل: یو د بل پسې چې خلیفه کېږې، نو بیعت ورسره کوئ، هغوی ته یې حق ورکړئ، ځکه الله به له دوی نه د هغه مسؤولیت پوښتنه کوي چې ورسپارلی یې دی (د رعیت د چارو په اړه)».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 3455

المعنى الإجمالي

نبي ﷺ خبر ورکړی چې بني اسرائيل به د پیغمبرانو تر قیادت لاندې وو، او د هغوی چارې به یې داسې مخته وړلې لکه څرنګه چې امیران او واليان د خپلو رعیتونو چارې سمبالوي، هرکله به چې په دوی کې کوم فساد خپور شو، نو الله به هغوی ته یو نوی نبي راولېږه، تر څو یې دیني چارو ته نظم ورکړي او هغه بدلونونه لرې کړي چې هغوی به په احکامو کې راوستې وو. او بېشکه زما نه وروسته به بل نبي نه وي، چې د پخوانیو پیغمبرانو کارونه ترسره کړي، خو زما نه وروسته به خلفاء راشي، هغوی به زیات شي، او تر منځه به یې اختلاف او شخړې پېښېږي. نو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ته (هغه مهال بیا) موږ ته څه امر کوې؟ نو هغه وفرمایل: کله چې له یو خلیفه پسې د بل خلیفه سره بیعت وشو؛ نو د اول بیعت صحیح دی او وفا کول پرې واجب دي او د دویم بیعت باطل دی، او پر هغه حرام دي چې له خلکو یې وغواړي، او هغوی ته یې حق ورکړئ، د هغوی اطاعت وکړئ او ورڅخه په اورېدو او له ګناه پرته په اطاعت کولو ورسره ژوند وکړئ، ځکه یقینا چې الله تعالی ترې پوښتنه کوي او د هغه څه په اړه ورسره محاسبه کوي چې په تاسو یې کوي.

من فوائد الحديث

  1. بېشکه رعیت (خلک) خامخا یو نبي یا خلیفه ته اړتیا لري چې چارې یې سمبال کړي او سمې لارې ته یې رهبري کړي.
  2. او دا چې زموږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم پسې بل نبي نه راځي.
  3. د هغه چا پر وړاندې د پاڅون خبرداری چې په مشروع ډول یې واک تثبیت شوی وي.
  4. او دا چې په یو وخت کې له دوو خلیفه ګانو سره بیعت کول ناروا دي.
  5. د واکمن د مسوولیت عظمت او دا چې الله جل جلاله به ترې د رعیت په اړه پوښتنه کوي.
  6. ابن حجر رحمه الله ویلي: دیني چارو ته پر دنیوي چارو لومړیتوب ورکول کیږي، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاکم د حق په ادا کولو امر کړی؛ ځکه چې پدې کې د دین د کلمې لوړتیا، او د فتنې او شر دفعه ده، او دا چې د حق غوښتنه یې وروسته شوې ده نو دا یې نه ساقطوي، بلکې الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې هغه به یې حق ادا کوي او هغه ته به یې پوره ورکوي، و لو که په آخرت کې هم وي.
  7. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه نښانه، ځکه چې له هغه وروسته زیات خلفاء راغلل، او د امت مشري یې پر غاړه واخیسته چې — ځینو اصلاح راوسته، او ځینو فساد وکړ.

عرض الترجمات

46 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية