1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. قرآن کریم او علوم یې

حديث د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّمَا مَثَلُ صَاحِبِ القُرْآنِ كَمَثَلِ صَاحِبِ الإِبِلِ المُعَقَّلَةِ، إِنْ عَاهَدَ عَلَيْهَا أَمْسَكَهَا، وَإِنْ أَطْلَقَهَا ذَهَبَتْ».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي".

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 5031

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس چې قرآن کریم یې زده کړی او تلاوت یې خپل عادت ګرځولی وي - هغه که قرآن کریم په ناظره سره وي یا په حفظ - د هغه تړل شوي اوښ د مالک سره پرتله کړی چې په رسۍ یې د اوښ زنګون تړلی وي، نو که همداسې یې تړلی وساتي ورسره به پاتې شي او که یې خوشي کړي نو ترې به لاړ شي او ورک به شي، نو که د قرآن کریم خاوند یې په تلاوت کولو او یادولو دوامدار پاتې شي نو یاد به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې هېر به شي؛ تر څو چې ژمنتیا موجوده وي، حفظ به یې پاتې وي.

من فوائد الحديث

  1. د قرآن کریم پر تلاوت پابندۍ ته هڅونه، او د هېرولو په وړاندې یې احتیاط کول.
  2. په منظم ډول د قرآن کریم لوستل د انسان ژبه اسانه او تلاوت کول ساده کوي، که څوک یې پرېږدي، نو لوستل یې پرې پېټی کېږي او ورته سختېږي.
  3. قاضي ویلي: د "صاحب القرآن" معنی دا ده: د چا چې ورسره ملګرتیا وي او: (المصاحبة) ملګرتیا ته وایي، له دې څخه دا اصطلاح هم ده چې: فلاني د فلاني ملګری دی، او لکه چې وایي: د جنت خاوندان او د دوزخ خاوندان.
  4. د تبلیغ یوه طریقه د مثالونو کارول دي.
  5. ابن حجر ویلي: د اوښانو یادونه یې په ځانګړې ډول ځکه وکړه چې په کورنیو څارویو کې اوښان د نورو څارویو په پرتله زیات تښتېدونکي دي، او کله چې ورک شي نو بیا یې لاسته راوړل ستونزمن وي.

عرض الترجمات

40 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية