1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي".

صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی سنن ابو داود - 2133

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له یوې څخه زیاتې ښځې ولري او له خپلو مېرمنو سره هغه ډول انصاف نه کوي کوم چې ممکن وي لکه: د دوی تر منځ په لګښت، د اوسېدو ځای، لباس او شپې تېرولو کې مساوات، نو د قیامت په ورځ به یې سزا دا وي چې نیم بدن به یې ځوړند وي، او کږېدل یا ځوړندېدل د هغه د ظلم سزا ده لکه څنګه چې دی په خپله تعامل کې یو طرف ته مایل و.

من فوائد الحديث

  1. پر سړي واجب دي چې د خپلو مېرمنو تر منځ په وېش کې برابری مراعت کړي او دا پرې حرام دي چې د یوې په پرتله بلې ته په نفقې، استوګنې، نېک برخورد او داسې نورو شیانو کې مایل شي.
  2. په وېش او داسې نورو کې برابری؛ په هغو چارو کې چې انسان یې واک ولري، خو د کومو چارو واک چې نه لري لکه مینه او د زړه میلان، هغه په دې حدیث کې نه راځي، دا هغه څه دي چې د الله تعالی په دې وینا کې راغلي دي: {ولن تستطيعوا أن تعدلوا بين النساء ولو حرصتم} النساء: 129]. ژباړه: او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په منځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ.
  3. سزا د عمل له جنس څخه وي، کله چې سړی په دنیا کې له یوې ښځې څخه بلې ته مایله شي، نو د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې یو مخ به یې له بل څخه مایل (ځوړند یا کوږ) وي.
  4. د بندګانو د حقونو عظمت او دا چې چاته نه بخښل کېږي؛ ځکه چې په حرص او قصاص اخیستلو بنا دي.
  5. په دین کې د نېمګړتیا راتلو له وېرې پر یوې ښځې بساینه د هغه چا لپاره مستحب دي چې له بې عدالتۍ وېره ولري؛ الله تعالی فرمایلي: {فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً} [النساء: 3]. خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي چې له هغو سره به عدالت ونه کړای شئ؛ نو يوه ښځه وكړئ.

عرض الترجمات

47 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية