1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهُما قَالَ: مَرَرْنَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى الْحِجْرِ، فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَدْخُلُوا مَسَاكِنَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ، إِلَّا أَنْ تَكُونُوا بَاكِينَ؛ حَذَرًا أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَهُمْ» ثُمَّ زَجَرَ فَأَسْرَعَ حَتَّى خَلَّفَهَا.

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د الْحِجْر سېمې تر څنګ تېر شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل:
"د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې؛ که نه نو تاسو به هم د دوی په څېر برخلیک سره مخ شئ" بیا یې خپله (سپرلۍ) چټکه کړه، تر دې چې له سیمې تېر شو.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2980

المعنى الإجمالي

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثمودیانو پر کورونو تېرېده نو د هغو خلکو کورونو ته یې له ننوتلو یا ورتګ څخه منع وکړه چې پر ځان یې ظلم کړی و، مګر دا چې داخلېدونکی کس هلته وژاړي او له هغوی څخه عبرت واخلي؛ له دې وېرې چې هسې نه هغه څه ور وروسېږي چې هغوی ته رسیدلي و، بیا یې خپلې سپرلۍ باندې چغه کړه، نو هغه تېزه شوه، تر دې چې له هغه ځایه تېر شو.

من فوائد الحديث

  1. د هغو کسانو په حالاتو غور کول چې الله تعالی هلاک کړي دي، او له هغه څه نه ځان ساتل چې هغوی په کې واقع شوي دي؛ او د آیتونو په غور کولو کې له غفلت څخه د ځان ساتل.
  2. د دې تعذیب شویو خلکو کورونه به له هغوی وروسته بیا آباد نه شي او نه به استوګن ځای وګرځي؛ ځکه چې اوسېدونکی یې په دوامداره توګه ژړلی نشي، او پرته له دې حالته (ژړا کولو) هلته ننوتل منع شوي دي.
  3. نووي ویلي: په حدیث کې پدې ټینګار شوی چې د ظالمانو له ځمکو او د عذاب شوو ځایونو څخه د تېرېدو پر مهال باید انسان د پاملرنې په حال کې تېر شي لکه: وادي محسر؛ ځکه چې د فیل د پېښې خاوندان هملته هلاک شوي دي، نو تېرېدونکي ته په کار دي چې دې ته ورته ځایونو کې پاملرونکی اوسي او په وېره، ژړا او له هغوی څخه پند اخېستلو په حالت کې تېر شي، او په الله تعالی د هغوی له حال څخه پناه وغواړي.
  4. ممانعت او څارنه د ثمود د قوم استوګن ځایونو او نورو هغو امتونو ته شاملېږي چې د دوی په برخلیک اخته شوي او عذاب شوي وي.
  5. د سیاحت، تفریح ​​او داسې نورو چارو لپاره د دې ځایونو له کارولو څخه ممانعت.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية