1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ صَخْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْت رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم يَقُولُ:
«مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَافْعَلُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ، وَاخْتِلَافُهُمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ».

له ابو هریرة؛ عبد الرحمن بن صخر رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې:
"له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ، بېشکه چې ستاسو څخه مخکني خلک (په دین کې) د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په اړه د خپلمنځي اختلافاتو له امله هلاک شوي دي".

صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی الأربعين النوويه - 9

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته څرګنده کړې ده چې کله هغه له کوم شي نه منع وکړي، نو پر موږ لازم دي چې له استثنا پرته ترې ځان وساتو، او کله چې هغه موږ ته د کوم شي امر وکړي، نو باید تر خپلې وسې یې ترسره کړو. بيا يې موږ ته خبرداری راکړ او موږ یې ووېرولو چې د تېرو امتونو په څېر نه شو، هغوی چې له خپلو پېغمبرانو ډېرې پوښتنې کولې او ورسره یې د هغوی مخالفت کاوه، نو الله جل جلاله په ډول ډول عذابونو او تباهۍ سره مجازات کړل، نو په کار ده چې موږ د هغوی په څېر نه شو، تر څو داسې هلاک نه شو لکه هغوی چې هلاک شوي دي.

من فوائد الحديث

  1. دا حدیث پدې اړه یوه قاعده (اصل) دی، چې په کوم کار امر شوی وي باید تر خپلې وسې ترسره شي او له کوم کار څخه چې منع شوی وي باید ډډه ترې وشي.
  2. په منع شوو کارونو کې د هېڅ یو د کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، خو هغه کارونه چې امر پرې شوی دا قید ورته اېښودل شوی چې تر خپلې وسې پورې؛ ځکه چې پرېښودل (ترک) د انسان په وس کې وي، خو عمل کول د قدرت (توان) غوښتنه کوي، تر څو امر شوی کار ترسره شي.
  3. د ډېرو پوښتنو کولو حرمت، علماوو پوښتنې کول په دوو برخو وېشلي: لومړی: هغه دي چې د دين په اړه د څه شي زده کولو ته اړتیا وي لکه د صحابه کرامو پوښتنې، نو دا هغه پوښتنې دي چې په کولو یې امر شوی. او دویم: هغه پوښتنې دي چې سختي او تکلیف زیږوي، نو دا ډول پوښتنې حرامې دي.
  4. دې امت ته د خپل پېغمبر د نافرمانۍ په اړه خبرداری، لکه څنګه چې له دوی نه وړاندې په مخکنیو امتونو کې شوي دي.
  5. له منع شوي کارونو څخه موخه لږ او ډېر دواړه دي، ځکه چې د ځان ساتلو لار ترې دا ده چې له لږو او ډېرو دواړو څخه ځان وساتل شي، د بېلګې په توګه: موږ یې له سود څخه منع کړي یو، نو دا ممانعت لږ او ډېر دواړو ته شاملېږي.
  6. ټول هغه اسباب پرېښودل چې حرامو ته لار پرانیزي؛ ځکه چې همدا د ځان ساتنې له معناوو څخه یوه ده.
  7. انسان ته نه ښایي چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر واوري چې ووایي: آیا واجب دی که مستحب، بلکې په عملي کولو کې یې باید بیړه وکړي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: «فَأْتُوا مِنْهُ مَا استَطَعْتُمْ». یعنې د خپلې وسې تر کچې یې عملي کړئ.
  8. زیاتې پوښتنې د هلاکت سبب ګرځي، په ځانګړې توګه په هغو چارو کې چې رسېدل ورته ناشوني وي لکه غیبي مسائل، د قیامت د ورځې حالات، نو زیاتې پوښتنې مه کوه چې هلاک به شې، او داسې یو څوک به شې چې زیان له تکلیفونو او پېچلتیاوو سره مخ کوي.

عرض الترجمات

57 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو