1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي

عَنْ أُمِّ حَبِيبَةَ رضي الله عنها زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالت: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ».

له ام حبیبه رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".

صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی جامع الترمذي - 428

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته، او څلور رکعته وروسته نفل په دوامداره توګه وکړي نو الله تعالی به یې په اور حرام کړي.

من فوائد الحديث

  1. په دوامداره توګه څلور رکعته د ماسپښين نه مخکي او څلور رکعته وروسته ادا کول مستحب دي.
  2. د فرضو نه مخکې نفل لمونځ ځانګړي حکمتونه لري لکه: د عبادت لپاره د لمونځ کوونکي چمتووالی؛ مخکې له دې چې فرض لمانځه ته داخل شي، او د فرضو پسې د لمانځه حکمت دا دی چې د فرض لمونځ نېمګړتیاوي پرې جبران شي.
  3. رواتب (سنت لمونځ) لويې ګټې لري لکه: د نېکیو زیاتېدل، د ګناهونو بخښل کېدل او د مرتبو لوړوالی.
  4. د ګواښ (وعید) په اړه په احادیثو کې د اهل سنت قاعده د دې حدیث په څېر ده: چې د مړیني پر مهال باید موحد وي او دا چې مراد ترې دا دی چې د تل لپاره په اور کې نه پاتې کېږي، ځکه چې موحد ګناهکار انسان ته که چېرته سزا ورکړل شي نو د تل لپاره په دوزخ کې نه پاتې کېږي.

عرض الترجمات

49 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية