1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«أَحَبُّ الْبِلَادِ إِلَى اللهِ مَسَاجِدُهَا، وَأَبْغَضُ الْبِلَادِ إِلَى اللهِ أَسْوَاقُهَا».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 671

المعنى الإجمالي

نبي ﷺ خبر ورکړی چې الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه دي، ځکه چې د عبادت کورونه دي او بنسټ یې پر تقوا شوی دی، او تر ټولو ناخوښ ځایونه ورته بازارونه دي، ځکه چې غالبا د درغلۍ، سود، دروغو قسمونو، ژمنې ماتولو او د الله تعالی له ذکر څخه د بې پروا کېدلو ځایونه دي.

من فوائد الحديث

  1. د جوماتونو حرمت او لوړ مقام، ځکه چې دا هغه ودانۍ دي چې د الله نوم پکې ډېر یادېږي.
  2. د الله تعالی محبت او خوښۍ ترلاسه کولو لپاره جوماتونو ته په دوامداره حاضرېدو او زیات ورتګ ټینګار، او بازارونو ته یوازې د اړتیا پر مهال ورتګ، تر څو په ګناه کې د واقع کېدو څخه وژغورل شي.
  3. نووي وایي: جوماتونه د رحمت د نازلېدو ځایونه دي او بازارونه د هغې برعکس دي.

عرض الترجمات

37 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية