1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَنْ يَزَالَ المُؤْمِنُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی".

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 6862

المعنى الإجمالي

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مؤمن تر هغه وخته پورې د نیکیو په پراخه لار روان دی او د الله تعالی مهربانۍ، بخښنې او عفوې ته امیدوار دی، تر دې چې یو انسان ووژني، هغه چې وژل یې حرام دي، نو بیا یې پرې د عملونو کړۍ راتنګېږي؛ ځکه چې د قتل او لوی ګناه توان نه لري.

من فوائد الحديث

  1. په ناحقه او قصدي ډول وژل ستر ناوړه عمل دی، ځکه چې له امله یې پر مؤمن د دین پراختیا راتنګېږي.
  2. هغه وینه چې تویول یې حرام دي په څلور ډوله ده: ۱- د مسلمان وینه، چې تر ټولو لویه ده، ۲- د ذمي وینه، چې دوی هغه یهودیان او عیسویان دي چې دوی د جزیې په ورکولو سره منلي د اسلام په خاوره کې په خپل دین د پاتې کېدو پریکړه کړي وي او د اسلام احکام پر دوی نافذ شوي وي، ۳- د تړون لرونکي (معاهد) وینه، دوی هغه کافران دي چې په خپلو هېوادونو کې دي او موږ ورسره د سولې تړون لرو، نو موږ ورسره جګړه نه کوو او دوی زموږ سره جګړه نه کوي. ۴- د خوندي کس (مُستأمٍن) وینه، چې دا هغه جنګیالی کافر دی چې موږ ورسره هېڅ تړون یا ژمنه نه لرو، خو موږ هغه ته د ټاکلې مودې لپاره د واکمن او یا یې مرستیالانو له خوا امنیت ورکړي وي څو په اسلامي هېواد کې و اوسېږي.

عرض الترجمات

34 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية