عنْ ابنِ مَسْعُودٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَانْطَلَقَ لِحَاجَتِهِ، فَرَأَيْنَا حُمَّرَةً مَعَهَا فَرْخَانِ، فَأَخَذْنَا فَرْخَيْهَا، فَجَاءَتِ الْحُمَرَةُ فَجَعَلَتْ تَفْرِشُ، فَجَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «مَنْ فَجَعَ هَذِهِ بِوَلَدِهَا؟ رُدُّوا وَلَدَهَا إِلَيْهَا»، وَرَأَى قَرْيَةَ نَمْلٍ قَدْ حَرَّقْنَاهَا، فَقَالَ: «مَنْ حَرَّقَ هَذِهِ؟» قُلْنَا: نَحْنُ. قَالَ: «إِنَّهُ لَا يَنْبَغِي أَنْ يُعَذِّبَ بِالنَّارِ إِلَّا رَبُّ النَّارِ».
المزيد
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې و، هغه د حاجت رفع کولو لپاره ولاړ، نو موږ یوه مرغۍ ولیدله چې دوه بچیان یې درلودل، موږ یې بچیان را ونېول، نو مرغۍ راغله او ځان یې د خپلو بچیانو پر سر غورځاوه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویې ویل: "چا دغه مرغۍ د بچیانو په اخستلو سره زورولې ده ؟ خپل بچیان یې بېرته ورکړئ".
همدارنګه، هغه د مېږیو ځاله ولیده چې موږ سوځولې وه، نو ویې فرمایل: "دا چا سوځولې ده؟" موږ وویل: مونږ ، هغه وفرمایل: «مناسب نه دي چې په اور دې خلک سوځول وکړي، ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی".