1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري».

صحيح دی ابو داود روايت کړی دی سنن ابو داود - 4855

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ داسې خلک نشته چې په یوه مجلس کې سره ناست وي او بیا ترې په داسې حال کې پاڅېږي چې الله یې نه وي یاد کړی مګر دا چې داسې به ترې پاڅېږي لکه د خره په یو جسد چې سره راټول شوي وي؛ په بد بوی او مردارۍ کې ناست وي، ځکه چې دوی په خبرو د الله جل جلاله له یاد څخه غافل شوي وو، او د دوی دا ناسته به دقیامت په ورځ د دوی لپاره آفسوس، پښېمانتیا او نېمګړتیا ولري.

من فوائد الحديث

  1. د الله جل جلاله له يادولو څخه د غفلت په اړه ياد شوى اخطار يوازې په مجلسونو پورې نه دى، بلکې نورو ته هم شاملېږي، امام نووي رحمه الله فرمايلي: د هغه چا لپاره د یو مجلس پرېښودل مخکې له دې مکروه دي چې الله پکې یاد شي.
  2. د دوی د قیامت د ورځې پښېمانتیا خو یا له دې امله ده چې دوی د وخت په له لاسه ورکولو سره له اجر او ثواب څخه محرومېږي او یا له دې امله چې د الله تعالی په نافرمانۍ کې د وخت تېرولو له امله ګناهکارېږي.
  3. دا اخطار هغه چاته متوجه دی چې: غفلت یې د حلالو مسئلو په اړه وي، نو د حرامو ناستو په اړه چې غیبت، چغلي او داسې نور به څنګه وي؟!

عرض الترجمات

51 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية