1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ تَلْبِيَةَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ» قَالَ: وَكَانَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا يَزِيدُ فِيهَا: لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، وَسَعْدَيْكَ، وَالْخَيْرُ بِيَدَيْكَ، لَبَّيْكَ وَالرَّغْبَاءُ إِلَيْكَ وَالْعَمَلُ.

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ» «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم تا لره هېڅ شریک نشته، زه حاضر یم، یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هېڅ شریک نشته». وایي: او عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به پکې دا الفاظ زیاتول: لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، وَسَعْدَيْكَ، وَالْخَيْرُ بِيَدَيْكَ، لَبَّيْكَ وَالرَّغْبَاءُ إِلَيْكَ وَالْعَمَلُ. زه حاضر یم، زه حاضر یم، د خوښۍ د پاسه خوښ یم، ښېګڼې ستا په لاسو کې دي، زه حاضر یم، سوال ستا څخه کېږي او عمل تاته کېږي.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 1184

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د حج او یا عمرې په مناسکو کې داخلېده نو تلبیه یې داسې وه چې ویل به یې: (لبيك اللهم لبيك) تاته د حاضرېدو پسې په ټېنګه هغې بلنې ته حاضر یم چې تا د اخلاص، توحید، حج او داسې نورو لپاره راکړې ده، (حاضر یم، تالره شریک نشته، حاضر یم) نو ته یوازې د عبادت مستحق یې، تا لره ستا په ربوبیت، ستا په الوهیت او ستا په اسماوو او صفتونو کې شریک نشته، (یقینا چې ستاینه) شکر او ثناء (او نعمت) ستا لخوا دي او ته یې ورکوونکی یې (تالره) په هر حال کې شکر اېستل کېږي، (او پادشاهي) همدارنګه تا لره ده، (تا لره شریک نشته) نو هر څه یوازې تا لره دي. او ابن عمر رضي الله عنهما به پکې دا (الفاظ) زیاتول: (لبيك لبيك وسعديك) له خوښۍ پسې خوښي را په برخه کړه، (والخير بيديك) ټول خېر ستا په لاسو کې دی او ستا لخوا دی، (لبيك والرغباء إليك) غوښتنه او سوال له هغه چا کېږي چې په لاس کې یې خېر وي (والعمل) او عمل ستا لپاره دی، نو ته د عبادت مستحق یې.

من فوائد الحديث

  1. په حج او عمره کې د تلبیې مشروعیت او پرې زیات ټینګار؛ ځکه چې دا یې خاص شُعار دی، لکه تکبیر چې د لمانځه لپاره شُعار دی.
  2. ابن المنیر فرمایلي: د تلبیې په مشروعیت کې د الله تعالی درناوي ته د بنده پاملرنه ده چې د ده درناوی یې کړی دی، ځکه چې کور ته یې ورتګ یوازې د هغه پاک ذات په بلنې سره کېږي.
  3. غوره دا ده چې د رسول الله ﷺ تلبیه (لبیک اللهم لبیک) ته دوام ورکړل شي، او زیاتوالی پکې باک نه لري، ځکه چې رسول الله ﷺ تأیید کړی دی، ابن حجر رحمه الله وايي: دا تر ټولو عادلانه نظر دی، نو هغه الفاظ چې له رسول الله ﷺ څخه په مرفوع ډول روایت شوي دي باید جلا وویل شي، او که څوک وغواړي چې هغه الفاظ ووايي چې موقوف دي (یعنې د صحابه ویناوي دي) یا له خپل ځان څخه داسې تلبیه جوړوي چې له ادب او شریعت سره مناسبه وي، نو ځانته دې ووايي، تر څو له مرفوعو روایتونو سره ګډه نه شي، دا کار د تشهد پر مهال د دعا حالت ته ورته دی، ځکه چې هلته هم ویل شوي: «بیا دې له دعا او ثنا څخه هر څه چې وغواړي، انتخاب کړي»؛ یعنې وروسته له هغه چې له مرفوعو الفاظو څخه فارغ شي.
  4. د سړیو په حق کې تلبیه په لوړ آواز ویل مستحب دی، او ښځینه به یې د فتنې له وجې په ټیت غږ وایي.

عرض الترجمات

46 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية