1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په اندازه کوم شر دفع کړي، صحابه کرامو وویل: نو موږ به ډېرې دعاګانې کوو، هغه وفرمایل: الله ډېر (قبلوونكي او د ډېر خېر والا دی

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ، وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثٍ: إِمَّا أَنْ تُعَجَّلَ لَهُ دَعْوَتُهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا» قَالُوا: إِذنْ نُكْثِرُ، قَالَ: «اللهُ أَكْثَرُ».

له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په اندازه کوم شر دفع کړي، صحابه کرامو وویل: نو موږ به ډېرې دعاګانې کوو، هغه وفرمایل: الله ډېر (قبلوونكي او د ډېر خېر والا دی».

صحيح دی احمد روايت کړی دی د امام أحمد مسند - 11133

المعنى الإجمالي

پېغمبر ﷺ خبر ورکوي چې کله یو مسلمان دعا وکړي او له الله تعالی څخه داسې څه ونه غواړي چې ګناه وي — د بېلګې په توګه چې ګناه او ظلم کول ورته اسان کړي، یا دا چې د خپلوۍ د پرېکون دعا وکړي — مثلا خپلو اولادونو یا خپلوانو ته ښېراوې وکړي — نو الله تعالی به خامخا د هغه په دعا سره یو له درې شیانو ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله کړي او هغه څه به ورکړي چې غوښتلي یې دي. او یا دا چې الله تعالی به یې ورته اجر د قیامت ورځې ته وروسته کړي، په مرتبې لوړلو، يا ترحم او د ګناهونو په بخښلو سره. او یا به ترې په دنیا کې د دعا په اندازه شر دفع کړي. صحابه کرامو نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: نو دعا به زیاته کوو؛ تر څو لدې فضیلتونو څخه یو تر لاسه کړو. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې د الله سره دي زیات او لوی دي له هغه څه نه چې تاسو یې ترې غواړئ، د هغه وړکړه خلاصی او پای نه لري.

من فوائد الحديث

  1. د مسلمان دعا قبلېږي او نه مستردېږي، خو چې په شرطونو او ادابو برابره وي، نو بنده ته په کار ده چې زیاته دعا وکړي او د قبلېدو لپاره یې بې صبري ونه کړي.
  2. د دعا قبلېدل یوازې د غوښتنې د ترلاسه کولو پورې محدود نه دي؛ ځکه کېدای شي په دعا سره یې ګناهونه وبخښي او یا یې ورته (اجر او ثواب) په آخرت کې ذخیره کړي.
  3. ابن باز ویلي: (په دعا کې) ټینګار کول، پر الله تعالی ښه ګمان درلودل او هېڅکله نه ناهیلی کېدل د دعا د قبلېدو له لویو لاملونو څخه دي، نو هر انسان باید په دعا کې اصرار ولري (ډېرې زارۍ وکړي) او پر الله تعالی نېک ګمان وکړي، او پوه شي چې الله حکیم او پوه ذات دی، نو کېدای شي د حکمت له مخې یې دعا ژر قبوله کړي، او یا یې د حکمت له مخې وځنډوي، او یا سوال کوونکي ته له هغه څه غوره ورکړي چې ده یې غوښتنه کړی وي.

عرض الترجمات

45 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية