1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: مَا خَطَبَنَا نَبِيُّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَّا قَالَ:
«لَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا أَمَانَةَ لَهُ، وَلَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ».

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هېڅکله موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه نده ویلې مګر دا چې ویل به یې:
«هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري».

حسن لغيره دی احمد روايت کړی دی د امام أحمد مسند - 12383

المعنى الإجمالي

انس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې ډېر لږ به داسې شوي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویلي وي او یا یې وعظ کړی وي او د دې دوو خبرو یادونه یې نه وي کړي: لومړی: هغه څوک د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي چې په نفس کې د یو چا مال، نفس او یا یې کورنۍ ته خیانت ولري. دویم: هغه څوک بشپړ دین نه لري چې تړونونو او ژمنو کې خیانت کوي او ماتوي یې.

من فوائد الحديث

  1. د امانت په ادا کولو او ژمنې پوره کولو ټېنګار، ځکه چې ماتول یې ایمان نېمګړی کوي.
  2. په امانت کې له خیانت او تړون ماتولو څخه ډډه کول او دا چې دا کړنې له لویو ګناهونو څخه دي.
  3. په حدیث کې د الله تعالی او د هغه د بنده ترمنځ او پخپله د خلکو ترمنځ د امانت او تړون ساتنه شامل دي.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية