1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ السَّاعِدِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَمَوْضِعُ سَوْطِ أَحَدِكُمْ مِنَ الجَنَّةِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَالرَّوْحَةُ يَرُوحُهَا العَبْدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ الغَدْوَةُ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا».

له سهل بن سعد السَّاعِدِي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 2892

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اخلاص سره د یوې ورځې لپاره د هغه ځای ساتنه او پېره چې د مسلمانانو او کافرانو ترمنځه دی له دنیا او هر هغه څه څخه غوره دی چې په دنیا کې دي او په جنت کې د هغې قمچیني ځای چې د الله په لار کې پرې جهاد کېږي له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی، او د ورځې له پیل څخه تر غرمې پورې یو ځل د الله په لار کې پیاده کېدل، یا بېګا مهال د ماسپښین نه وروسته تر شپې پورې له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې په دې دنیا کې دي.

من فوائد الحديث

  1. د الله تعالی په لار کې د سرحدونو د ساتنې فضیلت، ځکه چې خطر پکې دی او د الله تعالی د کلمې د لوړوالي او د هغه د دین د بریا له امله تر سره کېږي؛ نو لدې امله یې د یوې ورځې اجر له دنیا څخه غوره دی او هغه څه چې په دې دنیا کې دي.
  2. د آخرت په پرتله د دنیا بې ارزښتوالی؛ ځکه په جنت کې د یوې قمچینې ځای له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي.
  3. د الله جل جلاله په لار کې د جهاد فضیلت او لوی اجر؛ ځکه چې د الله په لار کې یو ځل سهار مهال یا ماښام مهال وتلو اجر له دنیا او هغه څه څخه غوره دی چې په دې دنیا کې دي.
  4. د "في سبيل الله" په وینا کې د اخلاص پر اهمیت دلیل دی او دا چې اجر پرې مرتبېږي.

عرض الترجمات

39 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية