1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا، وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ، ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ، فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 651

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو او په لمانځه کې د هغوی د سستۍ او په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار په لمونځونو کې د هغوی د سستۍ په اړه خبر ورکوي او فرمایي چې: که دوی پوه شي چې د مسلمانانو سره په جماعت کې د ګډون کولو اجر او ثواب څومره دی، نو دوی به لکه د ماشوم په څېر په خاپوړو دې دواړو لمونځونو ته راتګ کړی وو.
او رسول الله صلى الله عليه وسلم دا تصميم نيولی و چې د لمانځه د ادا كولو امر وكړي او د هغه پر ځاى يو سړى د خلكو امامت وكړي، بيا لاړ شي او هغه خلک له ځان سره واخلي چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، هغو سړیو ته ورشي چې د جماعت لمونځونو ته نه حاضریږي، نو کورونه پرې په اور سره وسوځوي، د هغې سختې ګناه له امله چې دوی کړې ده، - خو دا کار یې ونه کړ - ځکه چې په کورونو کې بې ګناه ښځې، کوچنیان او نور معذوره خلک وي چې هېڅ ګناه نه لري.

من فوائد الحديث

  1. په جومات کې د جماعت د لمانځه د نه ادا کولو خطر.
  2. منافقانو په خپل عبادت سره بله اراده نه درلوده پرته له ځان ښودنې او شهرت څخه، نو دوی لمونځ ته نه راځي مګر هغه مهال چې خلک یې وګوري.
  3. په جماعت سره د ماخوستن او سهار لمونځونو د اجر لویوالی او دا چې خلک باید ورته لاړ شي که په خاپوړو هم وي.
  4. د ماخوستن او مازدیګر لمونځونو ته پاملرنه انسان له نفاق څخه په امن کوي او شاته ترې پاتې کېدل د منافقانو له ځانګړنو څخه دي.

عرض الترجمات

60 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية