1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث (کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي)

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قالَ: قالَ رَسُولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليْه وسلَّمَ:
«دِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ فِي رَقَبَةٍ، وَدِينَارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ عَلَى أَهْلِكَ أَعْظَمُهَا أَجْرًا الَّذِي أَنْفَقْتَهُ عَلَى أَهْلِكَ».

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
(کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي).

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 995

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفقې ځینې قسمونه ذکر کړل ویې فرمایل: یو دینار چې ته یې د الله په لار کې مصرفوې، یو دینار چې ته یې د غلام آزادولو لپاره ورکوې، یو دینار چې ته یې مسکین ته صدقه ورکوې او یو دینار چې ته یې پر خپل اهل (کورنۍ) مصرفوې — نو د الله تعالی سره تر ټولو زیات اجر لرونکی دینار هغه دی چې ته یې پر خپلې کورنۍ، اولادونو او هغه چا مصرفوې چې نفقه یې ستا تر غاړې وي.

من فوائد الحديث

  1. د الله په لاره کې د مصرف دروازې ډېرې دي.
  2. کله چې د انفاق لارې زیاتې وي، او ټولې د انسان له وسې پوره نه وي، نو باید لومړیتوب په پام کې ونیول شي لکه: د کورنۍ نفقې ته لومړیتوب ورکول.
  3. امام نووي د مسلم په شرحه کې ویلي: د اولادې پر نفقه لدې امله ټینګار شوی او لوی اجر یې بیان شوی چې په دوی کې د ځینو نفقه د خپلوۍ له امله واجب ده او په ځینو نفقه د خېرات او خپلوۍ له امله مستحب ده، او پر ځینو لګښت د نکاح یا غلامۍ له امله واجب دی چې دا ټول د فضیلت وړ دي او ټینګار پرې شوی او له نفلي صدقې څخه غوره دي.
  4. سندي وایي: د نبي کریم ﷺ دا وینا چې "یو هغه دینار دی چې پر خپل عیال یې مصرفوي" معنا دا ده چې د انسان نیت پرې د الله تعالی خوښي وي، د بېلګې په توګه دا یې د اولادې حق ګڼلی وي.
  5. ابو قلابه وایي: څوک به له هغه سړي نه زیات اجر ولري، چې پر خپلو کوچنیو اولادونو مصرف کوي چې د هغوی پرده وساتي، یا الله تعالی د هغه له برکته هغوی ته ګټه رسوي او بې‌نیازه یې کړي؟!

عرض الترجمات

43 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية