1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. قرآن کریم او علوم یې

حديث قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضيَ اللهُ عنهُ:
أَنَّ رَجُلًا سَمِعَ رَجُلًا يَقْرَأُ: {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} يُرَدِّدُهَا، فَلَمَّا أَصْبَحَ جَاءَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَ ذَلِكَ لَهُ، وَكَأَنَّ الرَّجُلَ يَتَقَالُّهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ إِنَّهَا لَتَعْدِلُ ثُلُثَ القُرْآنِ».

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
یو سړي واوريدل چې سړي بار بار {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} لوسته، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې عمل یادونه یې ورته وکړه، داسې و لکه دا عمل چې د هغه سړي په اند لږ و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی».

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 5013

المعنى الإجمالي

ابو سعید الخدري رضی الله عنه وایي چې یو سړي د بل سړي څخه وارېدل چې: {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} سورت یې بار بار ټوله شپه تلاوت کاوه او له دې يې زيات هيڅ نه لوستل، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې خبرې یادونه یې وکړه، داسې ښکارېده لکه چې دا عمل د پوښتونکي له نظره لږ وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سوګند یاد کړ چې پدې عمل تاکید کوي او ویې فرمایل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی چې دا سورت د قرآن کریم د یو پر درېمې برخې سره برابره ده.

من فوائد الحديث

  1. د الاخلاص سورت فضیلت او دا چې د قرآن له دریمې برخې سره برابر دی.
  2. د شپې په تهجد لمانځه کې د قرائت جواز، که څه هم لږ آیتونه وي او د هغوی تکرارول، او لږوالي ته یې په کمه سترګه نه لیدل.
  3. المازري ویلي: ویل کېږي چې معنا یې دا ده چې: قرآن درې مضمونونه لري؛ کیسې، حکمونه او د الله تعالی صفتونه او {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} چې دی نو خالص د الله تعالی صفتونه دي، نو دا یې دریمه او له دریو برخو څخه یوه شوه، او ويل شوي چې: د دې معنا دا ده چې د لوستلو ثواب یې له ضرب پرته د قرآن د دریمې برخې د لوستلو له ثواب سره څو چنده کېږي.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية