1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث حج او عمره یو بل پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«تَابِعُوا بَيْنَ الحَجِّ وَالعُمْرَةِ، فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الكِيرُ خَبَثَ الحَدِيدِ، وَالذَّهَبِ، وَالفِضَّةِ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلاَّ الجَنَّةُ».

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"حج او عمره یو بل پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري".

صحيح دی الترمذي، النسائي او أحمد روایت کړی دی جامع الترمذي - 810

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم ژر ژر د حج او عمرې، یو د بل پسې پر ادا کولو ټېنګار کوي او دا چې څوک یې وس لري نو باید پرېکون پکې را نه ولي، ځکه چې ادا کول یې په داسې ډول د فقر، ګناهونو او پر زړه د ګناهونو د اغیزو د لرې کېدو لامل ګرځي لکه څنګه چې د اور پو کول د اوسپنې او هغو معدنیاتو څخه زنګ او نور توکي لرې کوي چې له جنسه یې نه وي.

من فوائد الحديث

  1. په پرله پسې ډول د حج او عمرې د ادا کولو فضیلت او پرې ټینګار.
  2. د حج او عمرې ادا کول د شتمنۍ او د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.
  3. مبارکفوري ویلي چې د (ينفيان الفقر) معنا دا ده چې غریبي له منځه وړي، نو کیدی شي د لاس په شتمن کېدو سره ظاهري فقر او د زړه په شتمن کېدو سره باطني فقر له منځه تلل مراد وي.

عرض الترجمات

34 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية