1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فقه او اصول یې

حديث ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ أَحَبَّ أَسْمَائِكُمْ إِلَى اللهِ عَبْدُ اللهِ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2132

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی ته د نارینه وو په نومونو کې خوښ نومونه: عبد الله او عبد الرحمن دي.

من فوائد الحديث

  1. قرطبي ویلي: (په فضیلت) کې هغه نومونه هم له دې نومونو سره یو ځای کېږي چې د دوی په څېر وي لکه: عبد الرحیم، عبد الملک، عبد الصمد، او دا ځکه الله تعالی ته خوښ دي چې هغه معنا پکې ده چې پرې یادول د الله تعالی واجب حق دی او هغه چې انسان پرې باید یاد شي او د هغه د حال سره ملازم دی چې هغه بندګي ده، بیا د بنده نسبت رب ته شوی دی چې دا یو حقیقي نسبت دی، نو د دې پدې ترکیب سره دا صفتونه یې د خاوندانو سره ولګېدل او پرې عزتمن شول او فضیلت یې تر لاسه کړ، او نورو ویلي: پدې دوو نومونو اقتصار لدې امله شوی چې په قرآن کریم کې لدې پرته د الله تعالی بل نوم ته د بنده نسبت ندی شوی، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّهُ ‌لَمَّا ‌قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ} او په یو بل آیت کې یې فرمایلي: {وَعِبَادُ ‌الرَّحْمَنِ} او د الله تعالی دا وینا یې هم تائیدوي: { ‌قُلِ ‌ادْعُوا ‌اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ}.

عرض الترجمات

35 اللغة
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية