1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي الله عنه أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ».

د ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
«إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري».

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 7045

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او لارښوونه یې کړی ده چې د الله شکر دې پرې ادا شي او نور دې پرې خبر کړي، او که داسې یو څه یې ولیدل چې نه یې خوښېدل او پرې خفه و، هغه د شیطان له طرفه وي؛ نو له شر څخه دې الله ته پناه یوسي او هېچاته دې نه وایي؛ (که داسې یې وکړل) هغه به ورته ضرر ونه لري، ځکه چې یاده لارښوونه الله تعالی له بدې پایلې څخه د ژغورل کېدو لپاره سبب ګرځولی دی.

من فوائد الحديث

  1. د خوب لیدلو ډولونه: ۱ - نیک خوب چې لېدل یې حق او د الله تعالی له لورې زېری وي، برابره خبره ده که یو څوک یې خپله وګوري او یا دده لپاره ولیدل شي، ۲ - هغه خبرې چې انسان یې د خپل نفس سره په ویښه کوي (فکرونه او چرتونه)، ۳ - د شیطان له لورې غم، وېره او وحشت چې بنی آدم پرې خفه کوي.
  2. د نېکو خوبونو په اړه له یادو ویناوو څخه درې پایلې تر لاسه کېږي: دا چې د الله شکر پرې وباسي او پرې خوشحاله شي، او د خپلې خوښې کس ته یې ووایي؛ نه هغه چاته چې کرکه ترې لري.
  3. د ناوړه خوب د لیدلو په اړه باید پنځه شیان په پام کې ونیول شي: چې د خوب او د شیطان له شر څخه الله ته پناه یوسي، کله چې له خوب نه راپاڅېده چپ لور ته دې درې ځلې لاړې تو کړي او هېچاته دې نه وایي او که غوښتل یې چې بېرته ویده شي په بله ډډه دې څملي، بیا ورته ضرر نه لري.
  4. ابن حجر وایي: پدې کې حکمت دا دی، که چېرته یې ښه خوب داسې یو چاته ووایه چې نه یې خوښیږي، نو کېدای شي ناخوښه تعبیر یې ورته وکړي؛ د بغض او کینې له امله، نو کېدی شي همغه ډول پایله ولري او یا دا چې ځان ته یې په خفګان او غم موندلو کې بیړه وکړه، له دې امله منع شو چې څوک یې نه خوښېده نو خوب دې ورته نه وایي.
  5. د تازه نعمتونو د راتلو او نوي کېدو پر مهال حمد او ثنا ویل یې د دوامداره کېدو لامل ګرځي.

عرض الترجمات

51 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية