1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. فضایل او آداب

حديث موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو

عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
أَمَرَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِسَبْعٍ، وَنَهَانَا عَنْ سَبْعٍ: أَمَرَنَا بِعِيَادَةِ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعِ الْجَنَازَةِ، وَتَشْمِيتِ الْعَاطِسِ، وَإِبْرَارِ الْقَسَمِ، أَوِ الْمُقْسِمِ، وَنَصْرِ الْمَظْلُومِ، وَإِجَابَةِ الدَّاعِي، وَإِفْشَاءِ السَّلَامِ، وَنَهَانَا عَنْ خَوَاتِيمَ -أَوْ عَنْ تَخَتُّمٍ- بِالذَّهَبِ، وَعَنْ شُرْبٍ بِالْفِضَّةِ، وَعَنِ الْمَيَاثِرِ، وَعَنِ الْقَسِّيِّ، وَعَنْ لُبْسِ الْحَرِيرِ وَالْإِسْتَبْرَقِ وَالدِّيبَاجِ.

له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو: موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2066

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په اوو خویونو امر کړی او له اوو نورو څخه یې منع کړي دي؛ نو هغه چې امر یې پرې کړی په لاندې ډول دي: لومړی: د ناروغ پوښتنه. دویم: جنازې پسې تلل او د جنازې په لمانځه او مړي دفن کولو او ورته دعا کولو کې ګډون. دریم: هغه چاته دعا چې کله پرنجی وکړي او الحمد لله ووایي چې: یرحمک الله ورته وویل شي. څلورم: قسم کوونکي ته د هغه په ریښتیا ګڼلو براءت ورکول، پدې معنا چې که هغه ته په یو څه کې سوګند ورکړل شو او ته پدې قادر وې چې هغه ته براءت ورکړې نو دا کار وکړه؛ تر څو اړ نه شي چې د خپل قسم کفاره ادا کړي. پنځم: د مظلومانو ملاتړ کول، د هغوی سره مرسته کول او د تر خپلې وسې پورې پر هغوی د ظالم د ظلم مخنیوی کول. شپږم: د ولیمې بلنه منل، لکه د واده مېلمستیا، د ماشوم د نوم اېښودلو مراسم، یا داسې نور مناسبتونه. اووم: د سلام اچولو دودول او سلام ځوابول. او هغه کارونه چې ترې منع کړي یې دي: لومړی: د سرو زرو ګوتې په لاس کول پرې سينګار کول. دویم: د سپینو زرو په لوښو کې څښاک کول. دریم: په ورېښمني زین‌پوښ کېناستل، هغه ورېښمین زین چې د آس او اوښ له پاسه اېښودل کېږي. څلورم: د ورېښمین ټوکر اغوستل هغه چې ورېښم پکې کارېدلي وي او (القَسِّي) ورته ویل کېږي. او پنځم: ورېښمین کالي اغوستل. شپږم: پنډ یا غلیظ ورېښم اغوستل، کوم چې ډبل ورېښم دي. اووم: نرم او پاسته ورېښمین کالي اغوستل، کوم چې د ورېښمو غوره او قیمتي ډول دی.

من فوائد الحديث

  1. پر یو مسلمان د بل مسلمان د یو څه حقونو بیانول.
  2. اصل دا دی چې په اسلامي شریعت کې ذکر شوي هر څه، که اوامر وي یا نواهي، نو هغه ښځو او سړیو دواړو ته شاملېږي، پرته له هغو چې په ځانګړي ډول د نارینه وو یا ښځو لپاره ځانګړي شوي وي.
  3. نور احادیث ښیي چې ښځې د جنازې پسې له تللو څخه منع شوي دي.
  4. نور احادیث ښیي چې د ښځو لپاره د سرو زرو او ورېښمو اغوستل روا دي.

عرض الترجمات

39 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية